جنوبي سوډان ته زرګونه نور سوله ساتي استول کېږي

Image caption د ملګرو ملتونو امنيت شورا جنوبي سوډان کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر دوه برابره کوي.

جنوبي سوډان کې د وينې تويدنې د درولو لپاره نړېوالې هڅې چټکېږي. باور کېږي هلته په تېرو لسو ورځو کې تاوتريخوالي زرګونه کسان وژلي وي.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د نړۍ په تر ټولو دې نوي هېواد کې د خپلو سوله ساتو ځواکونو شمېر دوه برابره کوي. په دې سره به شمېر ١٢،٥٠٠ ته به ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانک کي مون ويلي د جنوبي سوډان روانه جړه پوځي حل لاره نه لري او پر جګړه مارو غاړو يې غږ کړى چې خپل اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

په همدې حال کې د امريکا متحده ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير جان کېري له ولسمشر سلوا کير او د ياغيانو له مشر ریيک مچر څخه غوښتنه کړې چې دښمنۍ پاى ته ورسوي او د سياسي خبرو اترو زمينه برابره کړي.

بيجنګ هم په دې برخه کې د ښاغلي مون او ښاغلي کېري د سولې له غږ سره خپل غږ غبرګ کړى او په فوري ډول يې په جنوبي سوډان کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

ولسمشر کير او ښاغلي مچر چې د سوډان د دوو لويو قبيلو استازيتوب کوي دواړو ويلي د سولې خبرو ته لېواله دي.

خو ښاغلي مچر ويلي لومړى دې د هغوى سياسي زندانيان له بنده خوشې شي او بيا به خبرو ته کښېني خو ښاغلي کير ويلي د خبرو لپاره بايد له مخکې شرطونه وړاندې نه شي.

داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې د نيل تېلو د بډاى ولايت په مرکز مالکل کې نښتې سختې شوې دي.

جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو يوه چارواکې کاتي هاوارد وايي وار دمخه دې جګړو لسګونه زره خلک اړ کړي چې له خپلو مېنو بې ځايه شي.

" موږ ٨٠٠٠٠ کسان لرو چې پوهېږو له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي. له دوى څخه ډېرو يې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په تاسيساتو کې پنا اخيستې ده. که نښتې و نه درول شوي نو اټکل کېږي چې لا نور خلک له خپلو کورونو بې ځايه شي او ښايي چې يا د ملګرو ملتونو اډو ته ورشي او يا بيخي له هېواده ووځي."

توکميز اختلافونه په دې هېواد کې د تاوتريخوالي سبب شوى.

ښاغلى کير د دنکا په قبيلې پورې تړلى او ښاغلى مچر جنوبي سوډان کې د نوير د دويمې لويې قبيلې سړى دى.

تاوتريخوالى د ډسمبرپه ١٥ هغه مهال پيل شو چې ښاغلي کير ښاغلى مچر تورن کړ چې د کودتا هڅه یې کوله او غوښتل یې د هېواد بېرغ هم بدل کړي.

نوموړى تر جولاى پورې د ولسمشر د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله خو د کودتا د تور له لګېدو وروسته له دغې دندې وشړل شو.

خو ښاغلي مچر د کودتا له لارې د واک د نيولو ادعا رد کړې ده.

ورته مطالب