مصري حکومت اخوان المسلمين ترهګره ډله اعلان کړه

Image caption په مصر کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولسمشر مرسي پلويان مظاهرې کوي

په مصر کې د پوځ په ملاتړ منځمهالي حکومت اخوان المسلمين يوه ترهګره ډله اعلان کړې ده. دغه پرېکړه به حکومت ته د دې لار پرانيزي چې د دغې ډلې شتمنۍ ونيسي.

د مصر حکومت د سې شنبې پر ورځ د قاهرې شمال المنصوره کې د بمي بريد پړه پر اخوان المسلمين اچولې چې ۱۶ کسان په کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي په دغه بريد کې څه د پاسه ۱۰۰ نور کسانټپيان شوي وو، سره له دې چې يوې بېلې اورپکې ډلې ويلي و، بريد دوی کړی دی.

د چارشنبې ورځې اعلان د مصر مرستيال لومړي وزير حسام عيسی وکړ:

"د وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې اخوان المسلمين يوه ترهګره ډله او تنظيم يې ترهګر تنظيم اعلان کړي. نه د دولت او نه هم ولس په توګه د مصر لپاره شونې ده، چې د اخوان المسلمين ډلې ترهګرۍ ته غاړه کېږدي، که څه هم جرمونه يې له ټولو اخلاقي، ديني او انساني پولې اوښتې دي"

اخوان المسلمين د حکومت دغه ګام غندلی او د يوه ناقانونه حکومت له لوري يې بې ارزښته پرېکړه بللې ده.

خو د مصر مرستيال لومړي وزير حسام عيسی د خپل حکومت پرېکړې لوستلو پر مهال وويل پر ټولو هغوی چې له اخوان المسلمين سره تړاو لري د ترهګرۍ قانون پلی کېږي:

"د ترهګرۍ جرم د قانون له مخې به پر هر هغه چا چې د دغه ډلې په فعاليت او تنظيم کې ونډه اخلي او يا يې د وينا او ليکنې له مخې او يا له هربلې لارې ورته تبليغ کوي او هر هغه څوک چې فعاليتونو سره يې مالي مرستې کوي، سزا ګانې پلې کېږي."

له هغه راهيسې چې د اخوان المسلمين سياسي ډلې (ازادي او عدالت) ګوند سره تړلی ولسمشر محمد مرسي د اخوان المسلمين ضد پراخو لاريونو پايله کې د تېر جولای پر ۳ مه له واکه لرې کړی شو، د دغې ډلې پلويانو لاريونونه روان ساتلي دي.

اخوان المسلمين چې په ۱۹۲۸ کال کې يې حسن البناء بسنټ ايښی، په ۱۹۵۴ کال کې هم د پوځي چارواکو له لوري پرې بنديز لګېدلی و، او پرله پسې ولسمشرانو سره يې ترينګلو اړيکو تجربې لرلې دي.

د ولسمشر مرسي له پرځولو، د ۲۰۱۲ کال اسلامپالو پلوه اساسي قانون ځنډولو وروسته د قاهرې اداري محکمې او د تولنيز يوالي وزارت ته دنده سپارل شوې وه، چې د اخوان المسلمين پر قانونی حالت له سره غور وکړي.

ورته مطالب