بنګله دېش کې ټاکنو ته پوځ ځای پر ځای شو

Image caption خالده ضیا او شیخ حسینې په وار د ډېرو کلونو لپاره په بنګله دېش کې واکمني کړې ده.

په بنګله دېش کې په زرګونه پوځیان په دې خاطر په لسګونو ولسوالیو کې ځای پرځای شوي چې د جنورۍ په میاشت کې له انتخاباتو دمخه د احتمالي سیاسي تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د مهم مخالف ګوند مشرې خالدې ضیا پر خپلو پلویانو غږ کړی چې په ټول هېواد کې مظاهرې وکړي.

آغلې ضیا وايي هیله منه ده چې دا مظاهرې به حکومت استعفی ته اړ باسي.

نوموړې وايي هغه به د جنورۍ د میاشتې په پنځمه نېټه له عمومي انتخاباتو سره پریکون وکړي.

آغلې ضیا غوښتنه کوي چې صدراعظمه شیخ حسینه دې استعفی ورکړي او یو بې طرف کس دې تر انتخاباتو د حکومت چارې په غاړه واخلي.

خو د شیخ حسینې حکومت د مخالفینو دغه غوښتنه رد کړې ده.

تر دې وړاندې دغسې شوي چې د انتخاباتو څارنه یوه موقتي حکومت کړې ده خو آغلې حسینې په ۲۰۱۱ کال کې دغه دود ختم کړ.

د بنګله دېش د انتخاباتو د کمېسیون چارواکي وايي اوس مهال د دغه هېواد له ۶۴ ولسوالیو په ۵۹ کې یې پوځیان ځای پر ځای شوي دي.

چارواکي وايي دغه پوځیان به په مهمو ځایونو، سړکونو او لویو لارو کې ګزمې کوي او د احتمالي سیاسي تاوتریخوالي مخه به نیسي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د بنګله دېش په مهمو ځایونو کې پوځیان لیدل کېدل خو اوس یې شمېر ډېر کړای شوی دی.

تېره میاشت صدراعظمې شیخ حسینې د څو ګوندونو یو اېتلاف جوړ کړ او آغلې ضیا ته یې د هرې څوکۍ د ورکړې وړاندیز وکړ.

د خالدې ضیا ګوند وايي که اوسنی ګوند په واک کې پاتې شي نو په انتخاباتو کې به درغلي وشي ځکه یې له له ټاکنو سره د پریکون ویلي دي.

ورته مطالب