د سمارټ فون په وسیله د بانکي چېکونو اجرا

Image caption بانکونه وايي دا د بانکي چیکونو د اجرا لپاره تر ټولو اسانه او لا ډېره خوندي لاره ده.

په برتانیا کې داسې پلانونه اعلان شوي چې له مخې به یې بانکي چېکونه د سمارت فون له لارې اجرا کېږي.

اوسمهال بانکي چېکونه بانک ته وړل کېږي او تر شپږو ورځو پورې وخت نیسي چې بانکي حسابونو ته یې پیسې واچول شي.

خو د نویو پلانونو له مخې به په سمارټ فون کې د بانکي چېکونو تصویر اخیستل کېږي او په الکترونیکي ډول به یې بانک ته استوي چې په دې توګه به د بانکي چېکونو پیسې په دوو ورځو کې بانکي حسابونو ته اچول کېږي.

بانکونه وايي دا د بانکي چېکونو د اجرا لپاره تر ټولو اسانه او لا ډېره خوندي لاره ده.

د بانکونو چارواکي وايي د بانکي چېکونو هغه تصویرونه چې په سمارټ فون کې به اخیستل کېږي په ټیلیفون کې نه پاتي کېږي ځکه نو د دې خطر هم نشته چې که ټیلیفون ورک یا غلا شي او څوک دې د بانکي چېک له تصویره ناوړه ګټه واخلي.

د امریکا د سوداګرۍ پر ودانیو له بریدونو وروسته همداسې ورته تکنالوژي په امریکا کې هم معرفي شوې وه.

امریکا کې د چېک ۲۱ په نامه یو نوی قانون تصویب شوی و چې له مخې یې بانکونه کولی شي چې په ایلکترونکي ډول د بانکي چېکونو پیسې بانکي حسابونو ته واچوي.

د برتانیا حکومت ګومان کوي چې که په برتانیا کې هم قانون کې بدلون را وستل شي نو له دې سره به د خلکو ترمنځ د بانکي چېکونو استعمال ډېر شي.

ورته مطالب