د دلیپ کمار یو پخوانی فلم اوس خپرېږي

Image caption د مشهور فلم کرما د شوټینک پرمهال د دلیپ کمار، انیل کپور او جیکي شروف اخیستل شوی تصویر.

د هندي سینما د وتلي ستوري دلیپ کمار چې څه موده وړاندې یې خپله ۹۱مه کالیزه ولمانځله یو داسې فلم په نژدې راتلونکي کې خپرېږي چې تر اوسه هېچا نه دی لیدلی.

دا فلم چې اګ کا دریا یعنې د اور سیند نومېږي د اتیایمې لسیزې په نیمايي کې له جوړېدو سمدستې وروسته تری تم شوی و خو اوس د دې فلم ډاېرېکټر وي ایس راجندر بابو د فلم خپرولو ته تیارۍ نیسي.

د فلم ډاېرېکټر تر دې مخکې نور مشهور فلمونه لکه شرارا، میری آواز سنو او ایک سې بلې دو په څېر فلمونه هم جوړ کړي وو.

په اګ کا دریا فلم کې د دلیپ کمار تر څنګ نورو مشهورو فلمي ستورو لکه ریکها، پدمني کولهاپوري، امریتا سینګ او امریش پوري هم رولونه لوبولي دي.

راجندر بابو له بي بي سي سره په خبرو کې ویل د دې فلم شوټېنګ په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۲ کال کې شوی او دا د هغه وخت یو له هغو فلمونو و چې ډېر لګښت پرې شوی و.

هغه زیاته کړه هغه مهال د فلم د نه خپرېدو یو علت دا هم و چې د فلم جوړونکی وېنکټ رمن له ځینو قانوني مسایلو سره مخامخ و او مالي ستونزې یې لرلې.

راجندر بابو وايي اوس د دې فلم اګ کا دریا په وړاندې کومه قانوني ستونزه نشته او کولای شي چې خپور یې کړي.

نوموړی وايي د فلم هغه کاپي یې ترلاسه کړې چې دوه کلونه مخکې سینګاپور ته د خپرولو لپاره استولې وه او اوس یې د ډیجټل کولو چارې دوام لري ځکه چې هغه کاپیانې چې له دوی سره وې خپل کیفیت له لاسه ورکړی و.

د راجندر بابو وینا ده چې دا ورته هله ور په یاد شول چې د فلم یوه کاپي یې سینګاپور ته استولې وه کله چې د هماممالني د لور په واده کې یوه چا ورنه پوښتنه وکړه چې د اګ کا دریا فلم څنګه شو؟

راجندر بابو وايي ډېر خوښ دی چې د فلم دغه کاپي یې ور په یاد شوه او اوس یې د خپرولو چارې پیل شوې دي.

ورته مطالب