"یاسر عرفات په خپل مرګ مړ شوی نه په زهرو"

Image caption یاسر عرفات په ۲۰۰۴ کال کې مړ شو خو پاتې شوني یې تېر کال بېرته له قبره را و ایستل شول.

د روسیې د عدلي طب ماهرینو چې د فلسطین د پخواني مشر یاسر عرفات د جسد پاتې شوني یې معاینه کړي، ويلي ښاغلی عرفات په خپل مرګ مړ شوی نه په زهرو لکه پخوا چې ويل شوي و.

د روسي ډاکترانو دغه موندنه د فرانسې د سیانسپوهانو له هغې سره سمه راخېژي چې دا میاشت یې کړې وه.

پخوا یوې سویسۍ ډلې ويلي و چې د یاسر عرفات پر بدن یې پلونيوم موندلي و خو بیا یې وويل ګومان نه کوي عرفات دې همدې موادو وژلی وي.

پلونيوم يوه ډېره زهري ماده ده چې له پوځي او ساينسي مرکزونو بهر کمه موندل کېږي.

سويسي متخصيصينو ويلي و د ياسر عرفات په جامو کې موندل شوي دغه توکي تر هغه لس برابره ډېر دي چې په کنټرول شويو شيانو کې موجود وي او دا داسې يوه اندازه نه ده چې له طبعي سرچینو نه رامنځ ته شي.

یاسر عرفات په ۲۰۰۴ کال کې مړ شو خو پاتې شوني یې تېر کال بېرته له قبره را و ایستل شول.

د را ویستل شویو پاتې شونو نه یې یوه یوه برخه پر روسي، فرانسوي او سویسي ډلو ووېشل شول چې معاینه یې کړي.

یاسر عرفات د ۳۵ کالو لپاره د فلسطین د خپلواکۍ غورځنګ مشر و او بیا د کورواکي دولت ولسمشر شو.

نوموړی د ۲۰۰۴ کال په نومبر کې د ۷۵ کلونو په عمر پاریس ته څېرمه د "بیرسي دوکلامار" پوځي روغتون کې وروسته تر هغه ومړ، چې د همدې کال اکتوبر په وروستیو کې يې د کولمو له درده طاقت نه کېده.

هغه د ۲۰۰۱ کال له دسمبر راهیسي د اسرائيلو پوځ په رام الله کې په خپل کور کې کلابند کړی و.

ورته مطالب