د بېروت بمي برید کې پخوانی وزیر وژل شوی

Image caption عیني شاهدان وايي د ښار په مرکزي برخه کې د لوګي لوخړې لېدلې کېږي.

د لبنان پلازمېنه بېروت کې بمي برید شوی او رپوټونو کې ویل شوي، چې د پخواني وزیر محمد شطح په ګډون پنځه تنه په کې وژل شوي دي.

دغه بمي برید د پارلمان او نورو دولتي ودانیو خوا کې شوی.

محمد شطح د مخالف ګوند یو رهبر او د پخواني لومړي وزیر سعدالحریري سلاکار و.

عیني شاهدان وايي د ښار په مرکزي برخه کې د لوګي لوخړې لېدلې کېږي او دغه برید پارلمان ودانۍ ته څو سوه متري واټن کې شوی.

په ګاونډي هېواد سوریه کې د روانې جګړې پایله کې لبنان هم له فرقه ییز تاوتریخوالي سره مخامخ دی او تر اوسه پورې یو شمېر بریدونه په کې شوي دي.

د لبنان یو شمېر سني مسلمان سوریه کې له حکومت مخالفو یاغیانو سره یو ځای شوي دي او د یاغیانو یو شمېر ډلې د القاعده اړوندې دي.

د سوريې ولسمشر بشارالاسد د شیعه ګانو د علوي فرقې اړوند دی او د همدې لپاره یې د لبنان حزب الله ډلې یو شمېر جنګیالي د سوري حکومت ملاتړ لپاره سوریې ته لېږلي دي.

ایران د حزب الله ملاتړی دی او تېره میاشت بېروت کې د دغه هېواد پر سفارت برید شوی. د روانې میاشتې اوږدو کې بېروت ته څېرمه د حزب الله یو لوړپوړی قومندان ووژل شو.

ورته مطالب