د بالي ووډ مشهور ستوری فاروق شيخ ومړ

Image caption فاروق شيخ د 'امراو جان' او 'بازار' په څېر په خورا زړه پورې فلمونو کې خپل هنر ښودلی دی

د هندي فلمونو مشهور ستوری فاروق شیخ د زړه د درېدو له امله د ۶۵ کلونو په عمر ومړ. فاروق شیخ له تېرو څو ورځو راهيسې ناروغ و.

د ده ميرمنې بي بي سي ته په خبرو کې د فاروق شيخ مړينه تاييد کړې او هغه يې دردونکې پېښه بللې ده.

فاروق شيخ د 'امراو جان' او 'بازار' په څېر په خورا زړه پورې فلمونو کې خپل هنر ښودلی دی.

د 'لسن امايا' د فلم لارښود اويناش سنګهـ بي بي سي ته ويلي: ''له هغه راهسيې چې زه پيدا شوی يم ما داسې څوک نه دي ليدلي، چې د هغه په څېر طبعي تمثيل وکړي. د فلم د شونټنګ په وخت کې به هغه تل پنځه دقيقې مخکې راته. کله به يې چې روژه نيوله د نورو ملګرو خيال به يې ساته''.

'د شطرنج لوبغاړي' فلم کې له فاروق شيخ سره لوبيدلی د باليووډ يو بل ستوری وکټر بېنر جې کې وايي فاروق د نرم طبعيت انسان و.

دی وايي: ''هغه به تل په نرمه ژبه خبرې کولې او ډير بااعتماده و. ډېر ذهين و. اوس زه يوازې دومره وايم چې زما په زړه کې د ده او د ده کورنۍ لپاره دعاګانې دي''.

ښاغلی بېنر وايي فاروق شیخ د ده راتلونکي فلم 'د باسټرډ چايلډ' فلم کې هم کار کړی دی.

فاروق شيخ د ګرم هوا، مير ساتهـ چل، شطرنج کې کهلاړي، ګمن، نوري، امراو جان، چشم بددور، ساتهـ ساتهـ، بازار، کسې سې نه کهنا، رنګ برنګي، سلمی، فاصلې، کهیل محبت کا، ګهر والې باهر والې، بيو هو تو ايسي، طوفان، مايا میم صاحب او محبت فلمونو کې مهم رول لوبولی دی.

ورته مطالب