د تايلنډ مظاهرو کې يو کس په ډزو وژل شوی دی

Image caption د تايلنډ مظاهرو کې تراوسه اته کسه وژل شوې دي

د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د حکومت یو مخالف احتجاج کونکی وژل شوی دی.

په برید کې چې پړه يې تر اوسه چا نه ده اخيستې، دوه کسه نور ټپیان شوي دي.

پېښه حکومتي ودانیو ته څېرمه هغه ځای کې شوې، چې د حکومت مخالفان په کې پر حکومت ضد لاریونونو بوخت دي.

دغې وژنې سره د تایلنډ د سیاسي اړودوړ په لړ کې د وژل شویو کسانو شمېر اتو تنو ته ورسېد.

د لومړۍ وزیرې ینګلوک شیناواترا مخالفان د هغو ټاکنو پرېکون لپاره چمتووالی نيسي، چې هغې یې په فبرورۍ میاشت کې د ترسره کېدو اعلان کړی.

د ټاکنو ځنډول

د انتخاباتو کمېسیون پر حکومت غږ کړی چې د فبرورۍ د میاشتې د دویمې نېټې انتخابات دې وځنډوي، ځکه کانديدان له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

د ټایلنډ صدراعظمې ېنګلګ شینواترا وروسته تر هغه د انتخاباتو د ترسره کولو پریکړه وکړه چې ګڼو خلکو د حکومت پر ضد په پرله پسې ډول مظاهرې وکړې.

مظاهره کوونکي تور لګوي چې د آغلې شینواترا ګوند د بیت المال پیسې په بې مسوولیتۍ د رایو د خوندي کولو په خاطر لګولي دي.

مخالفینو په انتخاباتو کې د نه ګډون ویلي او خپل کاندیدان یې نه دي راجستر کړي.

دغه راز مخالفینو د آغلې شینواترا هغه وړاندیز هم رد کړی چې وايي د اصلاحاتو یوه ملي شورا دې جوړه شي چې د حکومت په خوا کې به فعالیت کوي.

مظاهره کوونکي او مخالف ګوند له آغلې شینواترا غواړي چې په عاجله توګه استعفی ورکړي.

ورته مطالب