سعودي "د لبنان پوځ ته ۳ ميليار ډالر" ورکوي

Image caption محمد شطح چې يو سنی سیاستوال و، د جمعې پر ورځ يوه موټربم چاودنه کې ووژل شو

د لبنان ولسمشر میشیل سلیمان ویلي، چې عربستان د لبنان له پوځ سره د درو ملیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې.

ښاغلي سلیمان دا څرګندونې د لبناني سیاستوال محمد شطح له وژل کېدو او خاورو ته تر سپارل کېدا وروسته بیروت کې پر یوه تلویزیون کړې دي.

که څه هم سلیمان د دغې مرستې په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو وویل چې دا د لبنان د پوځ تاریخ کې له پوځ سره تر ټولو ډېره مرسته ده.

سلیمان دا هم ویلي، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند به سعودي عربستان د سفر پرمهال له لبناني پوځ سره د مرستې په اړه وغږېږي.

اټکل دی، چې د سعودي په دې مرستې له فرانسې د لبنان پوځ ته پوځي تجهیزات واخیستل شي.

سلیمان ویلي: "خوشاله یم چې د لبنان ولس ته د سعودي پاچا پام اوښتی او د پوځ د تقویې لپاره یې د درو میلیاردو ډالرو مرستې ژمنه کړې. په دې مرستې موږ له فرانسې وسلې رانیولی شو".

د سعد حریري سلاکار او اقتصادپوه محمد شطح د تېرې جمعې په ورځ (جدې شپږمه/دسمبر ۲۷) بیروت کې د یوې چاودنې پایله کې ووژل شو.

Image caption د ښاغلي شطح ملاتړي د هغه په وژنه کې د پردې ترشا د حزب الله لاسونه ښکېل بولي، خو سوریې او حزب الله دغه تورونه رد کړي.

ښاغلی شطح د لبنان د مخکني لومړي وزیر سعد حریري سلاکار او د "المستقبل" حرکت مشر و.

دغه حرکت د مارچ ۱۴ ایتلاف په نامه هم یادېږي؛ چې له بېلابېلو ډلو جوړ شوی او د سعودي عربستان له خوا یې ملا تړل کېږي.

د مارچ ۱۴ ایتلاف د لبنان او سوریې ترمنځ د نژدې اړیکو مخالف حرکت دی، چې د ایران په ملاتړ د حزب الله ډلې په مقابل کې رامنځ ته شوی.

ایران او حزب الله په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت ملاتړي دي؛ حال دا چې سعودي عربستان د ښاغلي اسد د مخالفو سني ډلو ملاتړی ګڼل کېږي.

د ښاغلي شطح ملاتړي د هغه په وژنه کې د پردې ترشا د حزب الله لاسونه ښکېل بولي، خو سوریې او حزب الله دغه تورونه رد کړي.

په وروستیو میاشتو کې لبان په سوریه کې د حکومت ملاتړو او مخالفو ترمنځ د وسله والو نښتو شاهد و، چې په لړ کې یې ګڼې بمي چاودنې او بریدونه هم وشول.

Image caption ولسمشر سليمان وويل د سعودي مرسته به "د ترهګرۍ مقابله" كې د لبنان مرسته وکړي

دوې اونۍ مخکې، د لبنان حزب الله ډلې، چې د سوري حکومت ملا تړي، بیروت کې د خپل یوه لوړپوړي مشر او قومندان د وژل کېدو خبر ورکړ.

حزب الله دغه وژنه اسرائيلو ته منسبوه کړه، خو د اسرائيلو حکومت پېښه کې د تل ابیب ښکېلتیا رد کړې وه.

وړاندې د حزب الله عمومي مشر پر عربستان پورې تړلې ډلې د لبنان سوېلي کې د شیعه ګانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په بریدونو تورنې کړې.

بیروت کې د بي بي سي یو خبریال مهرداد فرهمند وايي، چې ښاغلی شطح تېرو کلونو کې د پیسو د نړیوال صندوق کارپوه او لبنان کې د مرکزي بانک د مشر مرستیال هم پاتې شوی او دوه کاله یې امریکا کې د لبنان د سفیر پر څوکۍ هم دنده مخته وړې ده.

نوموړی څه موده د اقتصاد وزیر و.

ورته مطالب