"ځانمرګي" د روسيې ولګا ګراد پر اورګاډي تمځي بريد کړی

Image caption د يکشنبې چاودنه د والګاګراډ۱ اورګاډي تمځي کې د غرمې شاوخوا ۱۲:۴۵ بجې وشوه

چارواکی وايي د روسيې جنوبي ښار ولګا ګراډ اورګاډی تمځي دننه يوه ځانمرګي بريد کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.

د بمي بريدګر د جنسيت په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې چارواکو ادعا کړې چې دا يوه ښځينه بريدګره وه.

په تېر اوکتوبر کې هم يوې شکمنې ښځينه ځانمرګې په دغه ښار کې پر يوه بس بريد کې ۶ کسان وژلي وو.

مسکو اوس په دې اندېښنه کې دی چې اورپکې ډلې کېدی شي د ۲۰۱۴ کال ژمنيو اولمپيک لوبو مخکې د تاوتريخوالي پېښو ته زور ورکوي. ټاکل شوي ژمنۍ اولمپيک لوبې د شپږو اونيو ترڅ کې د روسيې په سوچي کې ترسره شي.

نارنجي لمبه

د يکشنبې چاودنه د والګاګراډ۱ اورګاډي تمځي کې د غرمې شاوخوا ۱۲:۴۵ بجې وشوه، په يو داسې وخت کې چې په ميليونو روسان د نوي کال لمانځنو لپاره سفرونه کوي.

په نژدې سيمه کې امنيتی کامره چې د اورګاډي اډې پر لور ده، د چاودنې شېبه انځور کړې، چې د اډې ودانۍ عمومي دروازې له شا نه روښانه نارنجی لمبه ښيي.

چاودنې د تمځي کړکۍ ماتې کړې او له دروازې يې ټوټې شنلې، او هم يې لوګی او لوخړې پورته کولې.

د اډې د مخ ودانۍ کې جسدونه پراته وو، په داسې حال کې چې امبولانسونو ټپيان روغتونونو ته لېږدول.

ويل کېږي چې پېښه کې د يوې ۹ کلنې نجلۍ په ګډون چې مور يې وژل شوې، شاوخوا ۴۰ کسان تپيان شوي دي.

د کرېملېن وياند ويلي ولسمشر ولادمير پوتين قانون پلي کونکو ادارو ته امر کړی چې د بمی بريد پايله کې "ټول اړين تدبيرونه" ونيسي.

ده امر کړی چې تر ټولو ناوړه ټپي شوي قربانيان د درملنې په موخه مسکو ته ولېږدول شي.

د فډرالي پوليسو يو وياند ويلي د اورګاډو تمځايونو او اډو او هم هوايي ډګرونو کې به امنيت ځواکمنېږي.

لا تر اوسه کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو د روسيې پلټونکې کمېټې يو وياند ولاديمير مارکېن ويلي له دغه پېښې سره د يو ترهګر عمل چلن کېږي.

په شمالي قفقاز کې د مسلمانانو اورپکۍ پايله کې په دغه سيمه کې په تېرو نژدې څو کلونو کې ګڼ بريدونه شوي دي. اورپکو پر لويو روسي ښارونو هم بریدونه کړی دي.

ولګاګراد د مسکو جنوب ۹۰۰ کيلومترۍ، د شمالي قفقاز شمال لور ۶۵۰ کيلومترۍ او د سوچي شمال ختيځ ۷۰۰ کيلومترۍ کې دی.

"سر موندل شوی"

ښاغلي مارکېن وويل په بريد کې کارول شوي بم کې ۱۰ کيلو ګرامه ټي ان ټي چاودېدونکي توکي او ساچمې ځای شوې وې، او د تمځي وسپنې موندونکې دروازې سره چول شوی دی.

ښاغلي مارکېن وويل "زموږ د معلوماتو له مخې چاودنه د يوې ښځينه ځانمرګې له لوري شوې، چې د وسپنې موندونکې دروازې ته ورنژدې شوه، هلته يو پوليس وليده، وارخطا شوه او د ساچمو دغه بمي ټولګه يې وچوله."

ده وويل تمځی چې د چاودنې پر مهال د يو شمېر اورګاډو د ځنډ له امله له خلکو ډک و، امنيتي شته والي په کې د لا زياتې مرګژوبلې مخنيوی کړی دی.

Image caption چارواکي وايي تمځی د چاودنې پر مهال د يو شمېر اورګاډو د ځنډ له امله له خلکو ډک و

د ار ای اې نو وستي خبري اېجنسۍ ويلي امنيتي سرچينو بريدګره اوکسانا اسلانوا نومولې ده. د راپورونو له مخې دا دوه ځله وسله والو ته واده شوې، او د دې شک هم پرې کېږي چې د ناديا اسيالوا ملګرې وه، هغه بريد ګره چې په تېر اوکتوبر کې يې د ولګاګراد بس په نښه کړی و.

خو انټرفکس خبري اېجنسۍ بيا وروسته د يوې نامعلومې امنيتی سرچينې له قوله ويلي "دا خبره څرګنده شوې چې ځانمرګی ترهګر يو سړی و، چې تمځي ته يې چاودېدونکی توکي د شا بکس کې وروړي وو".

که څه هم سرچينې جزئيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې "د بريدګر پېژندګلوي شوې ده."

دغې اجنسۍ ويلی د شکمن کس سر د بريد په ځای کې موندل شوی دی.

په جولای کې د چېچنايي اورپکو مشر دوکو عمروف په يو انلاين وېډيو کې اورپکي هڅولي وو چې د دغو لوبو د مخنيوي لپاره "خپل ټول ځواک" وکاروي.

د جمعې پر ورځ د روسيې جنوبي ښار پياتيګورسک کې يو موټربم بريد ۳ کسان ووژل.

ورته مطالب