اندونيزيا کې اورشيندي ۱۹۰۰۰ کسان بېځايه کړي

Image caption اندونيزيايي چارواکي وايي تراوسه په دغه اورشيندي کې څوک نه دي مړه شوي

چارواکي وايي د اندونيزيا په لويديځ کې يوه فعال اورشيندي شاوخوا ۱۹۰۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

دغه اورشيندی د سوماترا په ايالت کې شوی، چې د هېواد په لويديځ کې پروت دی.

دوی وايي د دوشنبې په ورځ دغه اور شيندي ۹ ځله ګاز او لاوا (هغه مواد چې د اورغورځونکي غره نه شيندل کېږي) شاوخوا ۷۰۰۰ متره په هوا کې خپاره کړل.

د دغه اورشيندي پنځه کيلومتره شاوخوا خطرناکه سيمه بلل شوې ده.

د اندونيزيا د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې وياند سټوپو پروو نګروهو وايي: (د دوشنبې په شپه ۱۹۱۲۶ کسه له خپلو کورونو وتښتېدل او ښايي چې دغه شمېره تر دې لوړه شي).

ښاغلي نګروهو زياته کړه چې پولیس او پوځيان په خطرناکه سيمه کې ګزمې کوي، چې خلک له دغې سيمې راوباسي.

دی وايي: (د سينابونګ څوکه په خپل خطرناک وضعيت کې ده).

په ۲۰۱۰ کال کې چې اورشيندی خوټېدلی و، هغه مهال يې لږترلږه دوه کسه وژلي او ۳۰۰۰۰ نور يې له خپلو مېنو بېځايه کړي وو.

د ۲۰۱۰ له اورشيندي مخکې شاوخوا ۴۰۰ کاله په اندونيزيا کې اورشيندی نه و شوی.

ورته مطالب