د عراق ۴۰ سني وکيلانو استعفا ورکړې ده

Image caption د احمد العلواني د نيول کېدو په نښته کې د ده ورور او درې ساتونکي ووژل شول

د عراقي پارلمان تر ۴۰ ډېرو غړو وروسته له هغه استعفا وړاندې کړه، چې امنيتي ځواکونو د حکومت پر وړاندې د سنيانو اوږد احتجاج پای ته ورساوه.

په يوه خبري کنفرانس کې په سني ايتلاف پورې تړلو د پارلمان غړو له رمادي ښار څخه د پوځ د ويستلو او د هغه سني سياستوال د خوشي کېدو غوښتنه وکړه، چې د شنبې په ورځ ونيول شو.

د الانبار ولايت په مرکز رمادي ښار کې د سني احتجاج کوونکو د کېږديو د ټولولو لپاره د امنيتي ځواکونو عمليات د سختو نښتو لامل شول، چې په پايله کې يې لس کسه ووژل شول.

د دفاع وزارت يوه وياند وويل د سني قبايلو مشرانو موافقه کړې وه، چې د لاريونيانو يو کلن احتجاج په سوله ييز ډول پای ته ورسوي.

خو د يوه فرانسوي اژانس د راپور پر بنسټ له عراق نه اردن ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې چې د احتجاج کوونکو کېږدۍ ولاړې وې، د پوځيانو او احتجاج کوونکو ترمنځ سختې نښتې وشوې.

عراقي سنيان له يو کال راهيسې له دندې د شيعه لومړي وزير نوري المالکي د استعفا غوښتنه کوي.

سنيان د نوري المالکي دولت د سني لږکيو پر وړاندې په تبعيض تورنوي او وايي د ترهګرۍ د سختو ګامونو په ترڅ کې په غير عادلانه ډول سنيان په نښه کېږي.

د فرقه يي تاوتريخوالي له پلوه تېر کال په عراق کې له ۲۰۰۸ کال وروسته تر ټولو خونړی کال و او شاوخوا ۸۰۰۰ کسان په کې ووژل شول.

د جهاد غږ

لومړي وزير نوري المالکي ويلي په رمادي کې د سني احتجاج کوونکو پنډغالی د القاعدې په مرکز اووښتی و، نو ځکه يې د هغه د تړلو امر وکړ.

يوه فرانسوي خبريال پر ښار د چورلکو د ډزو د خبر ورکولو ترڅنګ دا هم ويلي دي چې د ښار د يو شمېر جوماتونو نه په لاوډسپيکرونو کې له خلکو غوښتل کېدل چې جهاد ته ورودانګي.

په رمادي ښار کې وروسته له هغه ترينګلتيا ډېره شوه چې د پارلمان يو سني غړی احمد العلواني د شنبې په ورځ په يوه چاپه کې د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شو.

ښاغلی العلواني چې د پارلمان غړی دی پر حکومت يې کلکې نيوکې کولې.

د احمد العلواني د نيولو په عملياتو کې د هغه ورور او درې ساتونکي ووژل شول او تر ۵۰ نور ډېر کسان چې امنيتي ځواکونه هم په کې وو، ژوبل شول.

ورته مطالب