ج سودان کې ياغيانو پر بور ښار يرغل پيل کړی

Image caption زرګونه کسان د جګړې له وېرې له بور ښاره وتلي دي

ملګري ملتونه وايي په جنوبي سودان کې د حکومت ضد ياغيانو پر مهم ښار بور بريد پيل کړی دی.

د ملګرو ملتو سازمان يوه وياند وویل جګړه د ښار په څنډه ډای بريک کې پيل شوې، چې په ښار کې د دغه سازمان له ودانۍ نه ډېره فاصله نه لري.

د جنوبي سودان د پوځ يوه وياند هم تاييد کړې چې په بور کې 'ستره جګړه' پيل شوې ده.

نن د سې شنبې ورځ د ولسمشر سلوا کېري له لوري هغه نېټه ده، چې ځايي مشرانو ته يې ويلي، له خپل پخواني مرستيال رېيک مشار يې خبرې وکړي.

ولسمشر کېير ښاغلی مشار تورن کړی، چې د ده پر ضد يې کودتا کړې، چې په پايله کې یې اوسنی تاوتريخوالی راټوکېدلی دی.

خو شنونکي وايي د دې ډېر لږ چانس دی، چې د ولسمشر سلوا کېير غوښتنه دې ترسره شي.

حکومتي ځواکونه دا يوه اوونۍ کېږي، چې له ياغيانو د بور ښار بېرته نيول لمانځي.

خو اوس داسې ښکاري چې ياغيان بېرته پر ښار ورګرځېدلي او ښار ته ورغلې مهمې لارې یې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.

ملګري ملتونه په دې باور دي چې د ښاغلي مشار پلوي سرتېرو او د يوه قومي مشر ملېشو چې 'سپين پوځ' ياديږي په ګډه په بور بريد کړی دی.

په وروستيو ورځو کې د جانګلي ايالت له مرکز بور ښار نه زرګونه کسان د جګړې له وېرې تښتېدلي دي.

ملګرو ملتو مخکې په دې اړه اندېښنه په ډاګه کړې وه، ځکه ويلي و چې دغو ياغيانو پوځي روزنه، نه ده ليدلې او ښايي جنګي جرمونه وکړي.

ورته مطالب