د ايران لوی سوداګر بابک زنجاني نيول شوی دی

Image caption پر بابک زنجاني تور دی چې د دوه میليارده ډالرو په ارزښت پلورل شويو تيلو پيسې يې حکومت ته نه دي ورکړي

د ايران يو سوداګر چې ويل کېږي د دغه هېواد تر ټولو شتمن سوداګر دی وروسته له هغه ونيول شو چې د ولسي جرګې غړو پرې د فساد تورونه پورې کړل.

داسې ادعاوې کېږي چې ايراني سوداګر بابک زنجاني په تېرو څو کلونو کې لس ميليارده ډالره د اومه تيلو د سوداګرۍ له لارې ګټلې دي.

ويل کېږي ښاغلي زنجاني د نړيوالو بازارونو له لارې دا ډول معاملې کړي، چې په لوی لاس يې پر ايراني بانکونو او د تیلو پر سوداګرۍ لګېدلي بنديزونه مات کړي دي.

د روان کال په سر کې تهران د دې تور پر سر چې وايي ښاغلي زنجاني د نژدې دوه ميلياردو ډالرو په ارزښت تيل پلورلي و او پيسې يې حکومت ته نوې ورسپارلې پلټنه پيل کړې وه.

امريکا او اروپايي ټولنې بابک زنجاني د هغو ايرانيانو په تور نوملړ کې شامل کړی، چې د ايران له اتومي فعاليتونو سره د تړاو درلودلو له امله يې پرې بنديزونه لګولي دي.

ښاغلي زنجاني د فساد ټول تورونه رد کړې دي.

د شرکتونه ولکه

د بي بي سي د فارسي څانګې يو خبريال د ده د نيول کېدو د لاملونو په اړه وايي، ښاغلي زنجاني د ايران د ډېرو جګپوړو حکومتي بنسټونو او چارواکو سره پراخې اړيکې لرلې او طبعي ده چې له حکومتي بنسټونو سره د دا وړ اړيکو درلودل هغه ته زيان رسوونکي دي.

دی وايي کله چې په ايران کې د حکومتي بنسټونو او سياسي ډلو جنجالونه ډېرېږي هغه خلک چې له دوی سره اړيکې لري له ګواښ سره ډېر مخامخېږي، د بېلګې په ډول په ښاغلي زنجاني تور لګېدلی و، چې د دوه ميليارده ډالرو په ارزښت تيل يې پلورلي و او پيسې يې حکومت ته نه وې ورکړې.

دغه خبريال وايي د ښاغلي زنجاني د نيول کېدو بل لامل ښايي دا وي چې ښاغلی زنجاني په دې تورن و، چې د ايران د سترو حکومتي شرکتونو د ولکه کولو لپاره يې څلور میليارده يورو ورکړي و، چې په دې سره يې له قانون نه سرغړونه کړې او له غيرقانوني لارو نه يې ګټه پورته کړې ده.

ورته مطالب