کېم جونګ اون د خپلې ترور مېړه د اعدام دفاع کړې

Image caption چنګ سونګ تېک په دې تور اعدام شو، چې د واک ترلاسه کولو هڅه يې کوله

د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون د نوي میلادي کال په يوه پيغام کې د خپلې ترور د مېړه له اعدام نه ننګه کړې ده.

ښاغلي اون په خپل پيغام کې چې د شمالي کوريا له حکومتي تلويزيون نه خپرېده، د چنګ سونګ تیک اعدام د يووالي د حل لار وبلله.

چنګ سونګ تېک د شمالي کوريا د اقتصادي چارو وتلې څېره وه او له چين سره يې چې د پيونګ يانګ نژدې ملګری دی د منظمو خبرو اترو دنده پر غاړه لرله.

د شمالي کوريا حکومتي رسنيو څو اوونۍ وړاندې اعلان وکړ، چنګ سونګ تيک چې په جرمونو کې ښکېل بلل شوی له خپلو دندو لرې شوی، او اعدام شوی دی.

د شمالي کوريا د مشر د کورنۍ د دغه غړي او بانفوذه شخصيت اعدام د دغه هېواد د رهبرانو په منځ کې د ژور درز په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

دغه اندېښنې په ځانګړي ډول په لويديځ کې هغه مهال ارزښت پيدا کوي، چې له خپل ګاونډ جنوبي کوریا او جاپان سره د پيونګ يانګ اختلافونه په ډېرېدو دي.

د شمالي کوريا ځوان مشر کېم جونګ اون دغه راز په خپلو څرګندونو کې د خپلې ترور مېړه تورن کړ، چې ګواکې هڅه يې کوله د واکمن کارګر ګوند ځينې کسان جذب کړي او خپل ځان مظبوط کړي.

چنګ سونګ تېک د شمالي کوريا د مړه شوي مشر کيم جونګ ایل له خور سره واده کړی او نوموړی د ځوان مشر کېم جونګ اون له واک ته رسېدو وړاندې د ده لارښود بلل کېده.

د نوي کال په پیغام کې چې د دغه هېواد د دولتي تلویزیون له لارې خپور شو، کیم جونګ اون وويل د جونګ سونګ تيک لرې کول د واکمن ګوند د پیاوړي کولو په موخه يو ټینګ ګام و.

ده د تلویزیون له لارې د نوي کال په پیغام کې وویل: (تېر کال د یوه قوي ملت د جوړولو لپاره زموږ اراده ځواکمنه شوې وه، زموږ ګوند په ګوند کې دننه د خاینانو او ککړو کسانو د پاکولو لپاره یو شمېر ټينګ ګامونه اوچت کړل).

د شمالی کوريا مشر وايي د خاینانو او ککړو کسانو پر وړاندې يې په مناسب وخت کې اقدام کړی دی.

دی وايي زموږ د ګوند او انقلاب ثبات پر خپل ځای دی او په خبره يې یووالی او ځواک سل برابره ډېر شوی دی.

ورته مطالب