مصر د الجزیرې ۳ خبریالانو بند ۱۵ ورځې نور وغځاوه

Image caption دغه خبریالان په تېره یکشنبې د قاهرې په یوه هوټل کې ونیول شول، چې یو په کې د بي بي سي مخکنی خبریال پیټر ګریسته دی.

د مصر څارنوالانو د الجزیرې تلوېزیون د هغو درو خبریالانو د بند موده پنځلس ورځې نوره غځولې ده، چې له اخوان المسلمین ګوند سره د "ترهګریزو" کړنو په تړاو تور پرې لګېدلی او اوس د مصر زندان کې دي.

د مصر د لویې څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې درو واړو خبریالانو له هغې ترهګرې ډلې سره تړاو درلود، چې بندیز پرې لګول شوی.

پر دوی دا تور هم لګول شوی، چې ګني ترهګرو ته یې تجهیزات ورکړي.

دغه خبریالان په تېره یکشنبې د قاهرې په یوه هوټل کې ونیول شول، چې یو په کې د بي بي سي مخکنی خبریال پیټر ګریسته دی.

نوموړی د استرالیا تابعیت لري.

د دوی په نیول کېدو سره د مصر د کورنیو چارو وزارت وویل، دغو خبریالانو د اخوان المسلمین ګوندله غړو سره ناقانونه ناستې جوړې کړې وې.

اخوان المسلمین ګوند تېره اونۍ په مصر کې "ترهګره" ډله اعلان شوه.

Image caption د کورنیو چارو وزارت د قطر دغه تلوېزیوني شبکه (الجزیره) پخپلو خپرونو کې د مصر ملي امنیت ته په ګواښونکو خپرونو تورنه کړې ده.

الجزیرې تلوېزیون په دوحه کې د خپل ویاند غسان ابو حسین په مټ له مصري چارواکو غوښتي چې خبریالان یې ژر تر ژره خوشي کړي.

ابو حسین بي بي سي ته په ځانګړو خبرو کې ویلي، د الجزیرې پر نیول شویو خبریالانو ښکاره تورونه نه شته، او نه هم قضايي کومه قضیه لري.

د کورنیو چارو وزارت د قطر دغه تلوېزیوني شبکه (الجزیره) پخپلو خپرونو کې د مصر ملي امنیت ته په ګواښونکو خپرونو تورنه کړې ده.

د پوځ په ملاتړ د مصر حکومت تېره اونۍ اخوان المسلمین ګوند د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړه.

ورته مطالب