لبنان کې د 'عبد الله عزام ډلې مشر نیول شوی'

Image caption ماجد محمد الماجد په بېروت کې د لبنان د استخباراتو ډلې نیولی دی.

لبناني چارواکي وايي د هغې جهادي ډلې مشر یې نیولی دی چې په نومبر کې یې د ایران پر سفارت ځانمرګی برید وکړ.

د لبنان د دفاع وزیر فايز غصن د ای اېف پي خبري اژانس ته ويلي ماجد محمد الماجد چې د القاعدې لپاره د سعودي امیر یې بولي او د عبد الله عزام ډلې سره اړیکي لري په بېروت کې د دوی د استخباراتو ډلې نیولی دی.

د حزب الله د المنار تلوېزیون هم خبر ورکړ چې ماجد په دې وروستیو کې نیول شوی دی.

په نومبر کې د ایران پر سفارت ځانمرګي برید د ایراني کولتوري استازي په ګډون ۲۳ کسان ووژل.

د عبدالله عزام ډلې ته یو نژدې مذهب مشر خبرداری ورکړی چې بریدونه به یې تر هغو دوام ولري چې د لبنان دولت په سوریه کې د هغو له پوځي ځواکونو سره همکاري بنده کړې نه وي او د دوی ټول زندانیان یې را ازاد کړې نه وي.

دا رپوټونه دا نه وايي چې ماجد محمد الماجد کله نیول شوی دی.

المنار تلوېزیون د لبنان د استخاباراتو له خولې لیکي چې د ډسمبر په ۱۵مه د دغه هېواد په سوېلي ښار سېدن کې د پولیسو پر دوو پوستو برید وشو او هدف یې دا و چې الماجد را خوشي کړي.

په هغه برید کې یو سرتېری او څلور وسله وال ووژل شول خو چا یې پړه پر غاړه وا نه خیسته.

ورته مطالب