عراق کې تېر ۲۰۱۳ کال کې ۸۸۶۸ کسان وژل شوي

Image caption که د تشدد پېښې همداسې دوام وکړي، ۲۰۱۴ به د عراق لپاره د ۲۰۰۴ په څېر خونړی کال وي. عراق باډي کاونټ

ملګري ملتونه وايي عراق کې د تېر ۲۰۱۳ کال اوږدو کې ۷۸۱۸ ملکي کسان او د امنیتي ځواکونو ۱۰۵۰ کسان وژل شوي دي.

یوازې دسمبر میاشت کې ۷۵۹ کسان وژل شوي، چې ۶۶۱ یې ملکي کسان وو.

دا شمېر تېرو پنځو کلونو مودې کې تر ټولو ډېر دی، خو ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو مودې کې د وژنو شمېر له دې هم زیات و.

د تشدد پېښو له اپریل میاشتې وروسته زور واخیست، چې د شیعه ګانو اکثریت اړوند حکومت د سنیانو یوه احتجاجي کمپ ضد عملیات پیل کړل.

له دې وروسته د القاعده اړوند سني ډلو له لوري د تشدد پېښې ډېرې شوې، چې د شیعه ډلو له لوري یې هم ځوابي کړنې ولیدلې شوې.

د شنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري په لوېدیځ رماده ښار کې د پارلمان د یوه مشهور سني غړي له نیول کېدو وروسته تاوتریخوالي نور زور واخیست.

له دې وروسته د تشدد پېښو کې شپږ کسان ووژل شول.

د چهارشنبې په ورځ د الانبار ښار پر سړکونو د القاعده اړوند سخت دریځي ولیدل شول. هغوی د پولیسو تش کړل شوي مرکزونه او پوځي پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

د شیعه مسلک اړوند لومړي وزیر نوري المالکي له سني قبېلو غوښتي چې له دې وسله والو ډلو سره مبارزه کې ورسره مرسته وکړي، نوموړی وايي چمتو دی، چې د سنیانو ستونزې هوارې کړي.

سنیان له تېر یوه کاله راهیسې د نوری المالکي د استعفا غوښتنه کوي.

Image caption د چهارشنبې په ورځ د الانبار ښار پر سړکونو د القاعده اړوند سخت دریځي ولیدل شول.

دوی تور پورې کوي، چې حکومت د ترهګرۍ ضد سختو قوانینو په وسیله لږکۍ په نښه کوي. خو چارواکي وايي د دې قوانینو هدف د تاو تریخوالي لږول دي.

عراق کې د ملګرو ملتونو استازي د دې شمېرو د اعلان بر مهال وویل:

' دا خوشینونکی او ډېر ناوړه حالت دی او ثابتوي، چې حکومت باید د تشدد بنسټیز لاملونه حل کړي. '

د عراقي حکومت په وینا ۲۰۱۳ اوږدو کې د امنیتي ځواکونو اړوند کسانو په ګډون ۷۱۵۴ کسان وژل شوي دي.

له ۲۰۰۳ راهیسې عراق کې د تشدد په باب معلومات ټولونکي غیر دولتي برتانوي سازمان (عراق باډي کاونټ ) ویلي، د کال اوږدو کې ۹۴۷۵ کسان وژل شوي دي.

د عراق باډي کاونټ مسوولین وايي، که د تشدد پېښې همداسې دوام وکړي، ۲۰۱۴ به د عراق لپاره د ۲۰۰۴ په څېر خونړی کال وي، چې امریکايي پوځیانو دوه ځلې فلوجه ښار کلابند کړی و.

ورته مطالب