م م: د سودان جګړه مارې ډلې کولای شي هېواد وژغوري

Image caption دغه نوري زېږېدلي هېواد کې جګړه اوس هم دوام لري.

مرستندويه ټولنې وايي لسګونه زره وګړي چې په جنوبي سودان کې د جګړې له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي، مرستو ته سخته اړتيا لري. ډېری چې په بور ښار کې د ولسمشر سلوا کېير او د ده د پخواني مرستيال رېک مچار پلوه ځواکونو ترمنځ له جګړې، په بېړيو کې له سينده اوښتي، وروسته د نيل پر غاړه له يوه کمپه تښتېدلي دي.

په همدې وخت کې ملګرو ملتونو په جنوبي سودان کې جګړه مارو ډلو ته ويلي، دوی په يوه خطرناک پړاو کې دي، خو بيا هم خپل هېواد ژغورلای شي. دواړه غاړې په ايتيوپيا کې د خبرو چمتووالی نيسي، خو جګړه لا اوس هم روانه ده. د دسمبر له نيمايي راهيسې چې د ولسمشر سوا کيېر او د هغه د ګوښه شوي مرستيال رېک مچار پلويانو ترمنځ جګړه پيل شوې، په دغه نوي زېږېدلي هېواد کې لږ تر لږه زر کسان وژل شوي دي. له بي بي سي سره خبرو کې په جنوبي سودان کې د ملګروملتونو ماموريت مشرې هېلډ جانسن د جګړې سمدلاسه درولو غږ وکړ:

" د دواړو خواوو له لوري د تاوتريخوالي پېښې شوې دي. له بده مرغه، په دواړو غاړو کې داسې عناصر وو چې له دغه حالته يې ناوړه ګټه واخيسته، او د عمل پر ډګر يې د يوې ځانګړې ټولنې افرادو په نښه کولو توکميزې ترينګلتيا ته لمن ووهله. څه چې موږ يې غواړو وګورو د دغو بوږنونکو کړو وړو په اړه حساب کتاب دی، روغه جوړه بايد وګورو، ځکه که داسې ونه شي نو دا په چټکۍ خپرېدای او ناوړه کېدای شي، نو دا بايد اوس سمدلاسه پای ته ورسېږي"

دواړو غاړو اوس ايتيوپيا ته پلاوی استولي، خو لا ياغيانو لا تر اوسه د دښمنۍ پای ته رسولو اعلان نه دی کړی. د بور ښار شاوخوا کې د درنې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي. ملګري ملتونه وايي د جنوبي سودان شخړه کې د وحشي کړو وړو زياتېدونکې بېلګې راوتلې دي. په جوبا کې د م م ماموريت مشرې مېرمن جانسن وويل د خبرو پيل لپاره د جګړې درول اړين دي:

" دوی بايد له هغه څه سره چې په واقعيت کې سياسي شخړه ده، چلن وکړي. دا سياسي شخړه ده، چې سياسي حل ته اړتيا لري، او په بنسټيزه توګه د جګړې درول لومړی شمېره کار دی. دوهمه خبره د يوې سياسي حل لارې له مخې پر دغو ستونزو خبرې دي، چې په جنوبي سودان کې له لوی واکمن ګوند ټوکېدلې دي"

د ختيځې افريقا مشران د جنوبي سودان کړکېچ پای ته رسولو په موخه د منځګړتيا مشري کوي. د دوشنبې پر ورځ د يوګنډا ولسمشر يوېري موسيويني د جنوبي سودان ياغيان وګواښل چې که يې اوربند ته غاړه کېنښوده، پوځي عمل به يې پر وړاندې ترسره کېږي. په جوبا کې د بي بي سي خبريال جېمز کوپنېل وايي داسې ښکاري پر ښاغلي مچار فشار نتيجه ورکړې وي، چې اوس يې له ولسمشر کيېر سره خبرو لپاره د پلاوي استولو ته غاړه ايښې ده.

ورته مطالب