مخ پر ودې هېوادو کې د چاغوالي ګراف په لوړېدو دی

Image caption د چاغوالي اصلي لامل د زياتې غوښې او غوړ لرونکو خوړو خوړل ياد شوې دي

د څیړنو یو برتانوی مخکښ مرکز وايي مخ پر ودې هیوادونو کې چاغوالی په خطرناک ډول مخ په زیاتیدو دی.

د دغه مرکز موندنې ښيي چې د بډايه هېوادونو پرتله د چاغوالي، کچه په مخ پر ودې هېوادونو کې چټکه شوې ده.

د نړیوالې پرمختیا مرکز وايي په ۲۰۰۸ کال کې په مخ پر ودې هیوادونو کې نږدې یو ميلیارد کسان د وزن د زیاتوالي له امله رنځېدل.

د دوی په خبره دغه کچه د ۱۹۸۰ کال په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

دا مرکز وايي دا ستونزه په هغو هیوادونو کې چې اوسیدونکي يې متوسط عاید لري تر ټولو ډیره جدي ده.

مرکز د دغو هېوادونو په خلکو کې د چاغوالي اصلي لامل د زياتې غوښې او غوړ لرونکو خوړو خوړل ياد کړي دي.

د دې راپور چمتو کوونکی ستیو ویګینز بي بي سي ته ویلي، د چاغتوب په اړه تازه شمیري ټکان ورکوونکي دي.

ښاغلی ويګينز وايي: ''داسې فکر کیږي چې د وګړو زیات وزن په بډايه هیوادونو کې یوه ستونزه ده، خو نه، اوس موږ داسې حالت ته رسیدلې یو چې په مخ پر ودې هیوادونو کې د بډای هیوادونو دوه برابره خلک له حده زیات وزن لري او چاغ دي''.

ښاغلی ویګینز وايي د لاتیني امریکا ځینې برخې او منځنی ختیځ تر نورو ډیر له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

جين د چاغښت لامل

هغه جین چې د انسان په بدن کې د غوړو زياتوالي سبب ګرځي اوس د ساینسپوهانو د نړیوالې ډلې له خوا معلوم شوی دی

دا یو ارثی جین دی چې په بدن کې د چاغښت خطر ډېروي.

د چاغښت دغه ډول جين چې (اېف ټي او) نومېږي د ګېډې غټوالي سره تړلی و، خو علت یې معلوم نه و.

اوس څېړنې معلومه کړې چې که د ګریلین هورمون کچه د چاغو کسانو په بدن کې لوړه وي، انسان هغو خوړو ته ډېر زړه کېږي چې غوړ یې زیات وي.

Image caption چاغښت له کورنۍ سره ډېر تړاو لري، که مور یا پلار چاغ وي نو د بچیانو د چاغښت خطر ډېرېږي

ګریلین داسې هورمون دی چې انسان کې لوږه راپيدا کوي.

چاغښت له کورنۍ سره ډېر تړاو لري، یعنی که په کورنۍ کې مور یا پلار چاغ وي نو د بچیانو د چاغښت خطر یې ډېرېږي.

د لندن کالج پوهنتون په یوه څېړنه کې معلومه شوې چې د چاغو کسانو د ګریلین کچه له ډوډۍ خوړلو وروسته هم لوړه وي، او هم د دغو کسانو د ګریلین کچه د نورو پر تله ډېره ژر لوړېږي.

کارپوهان وايي داسي درمل چې ګریلین په نښه کړي کېدای شي د چاغښت مخنیوی وکړي.

ډاکتر ریچل بترهام چې د دغې څېړني مشري يې پر غاړه ده بي بي سي ته ویلي، د چاغو کسانو ماغزه داسي عیار شوي وي چې غوړ خواړه خوښوي.

وایل کېږي د بایسکل چلول د ګریلین د سطحې په راکښته کولو کې زیاته مرسته کوي او هم هغه خواړه چې پروټین یې زیات وي د ګریلین سطحه راکښته کوي.

ورته مطالب