د فلوجې او رمادي ښارونو کې درنه جګړه روانه ده

Image caption الانبار د عراق په لوېديځ کې موقعيت لري او د دغه هېواد تر ټولو لوی ولايت دی

د عراق په لويديځ ښار فلوجه کې چې ځانګړي حکومتي ځواکونه د سني جنګياليو د په شا تمبولو هڅې کوي، درنه جګړه روانه ده.

د الانبار ولايت په بل ښار رمادي کې عراقي پوليسو د هغو شاوخوا ۲۵۰ جګياليو پر ضد عمليات پيل کړي، چې په زغره والو ګاډو سمبال دي.

په رمادي کې د بي بي سي يو خبريال وايي په ښار کې حالت ګډوډ او بې ثباته دی.

د ناکراريو دغه څپې له هغه وروسته خپرې شوې، چې د دوشنبې پر ورځ حکومت د ځانګړو عملياتو پر مهال په رمادي کې اوږد اعتراض ته د پای ټکی کېښود.

د عراق سني عربان ادعا لري د شيعه ګانو په مشرۍ د نوري المالکي حکومت له لوري په نښه او په سياسي ډګر کې څنګ ته کېږي، يو داسې تور چې لومړی وزير نوري المالکي يې ردوي.

الانبار د عراق په لوېديځ کې موقعيت لري او د دغه هېواد تر ټولو لوی ولايت دی.

په الانبار کې د يوه جګپوړي پوليس افسر له قوله ويل شوي په عراق او سوريه کې د اسلامی دولت په نامه ډلې جنګياليو د پوليسو لږترلږه ۱۰ مرکزونه نيولي او يو شمېر بنديان يې خوشي کړي دي.

د دغې ډلې جنګياليو خپلې داسې وېډيوګانې هم خپرې کړې چې حکومتي ګاډي په کې سوځوي، د پلټنې ځايونه جوړوي او د ښاغلي مالکي حکومت ته د ننګونې ګوتڅنډنې کوي.

د عراق پخواني لومړي وزير اياد علاوي بي بي سي ته وويل د د دغه هېواد لارو کوڅو ته د ارامۍ ستنولو کې بايد پوځ له ښارګوټو وايستل شي:

''موږ په بشپړ ډول د نړيوالې او هم سيمه ييزې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لرو، خو تر ټولو زياته مهمه خبره دا ده چې پوځ له ښارونو راوباسو چې پر هغو قبيلو بريدونه ونه کړې چې زما د لومړي وزارت مودې راهيسې د القاعدې او توندلارۍ پر وړاندې مبارزې ته ژمن وو، او له سوله ييزو لاريونيانو سره ښکېل شو، چې لږترلږه حالت ارامه کړو او ځينې بې ګناه بنديان خوشي کړو. دا به اوسنۍ ترينګلتياوې سړې کړي''.

په عراق کې ګڼه مرګ ژوبله موټر بمي چاودنې اړوي.

د پنجشنبې پر ورځ د ديالي ولايت بلد روز ښارګوټي کې چې اوسېدونکي يې په ګډه سنيان او شيعه ګان دي موټر بمي چاودنې ۱۳ کسان وژلي دي.

۲۰۱۳ خونړی کال

د سني قبيلو جنګياليان هم کوڅو ته وتلي، او داسې راپورونه ورکړل شوي چې ځينې يې د حکومت په پلوۍ جنګېږي.

د پنجشنبې پر ورځ حکومت د شيعه ملېشو يو مشر هم نيولی، يو داسې ګام چې د سنيانو د احساساتو سړولو يوه هڅه بلل کېږي.

په انبار ولايت کې تاوتريخوالي وروسته له هغه زور واخيست چې حکومتي ځواکونو په رمادي کې د سنيانو حکومت ضد احتجاج مات کړ، او ورپسې د پارلمان د يوه سني غړي نيولو تاوتريخوالی نور هم زيات کړ. په دغو پېښو کې ۱۰ کسان ووژل شول.

په تېر اپرېل کې د حويجه شمالي ښار کې پر يوه ورته احتجاجي کمپ د امنيتی ځواکونو چاپې په پايله کې څه د پاسه ۴۰ ملکيان او يو پوليس ووژل شول.

ملګري ملتونه وايي له ۲۰۰۸ کال راهيسې تر ټولو زيات مرګونی کال ۲۰۱۳ و چې د تاوتريخوالي بريدونو پر مهال په کې نژدې ۸۰۰۰ ملکيان او څه د پاسه ۱۰۰۰ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي.

ورته مطالب