ايتوپيا کې د ج سودان د اوربند خبرې پيل شوې

Image caption د جنوبي سودان لسګونه زره کسان د ملګرو ملتو په پنډغالو کې اوسېږي

د ايتوپيا د بهرنيو چارو وزارت وايي د جنوبي سودان د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو خبرې په اديسه بابا کې پيل شوي دي.

وزارت وايي د حکومت او ياغيانو مرکچيان له منځکړو سره خېرې کوي، خو پخپله تراوسه يو له بل سره مخامخ شوي نه دي.

د واړه خواوې د هغو ختیځو افریقايي هیوادونو له استازو سره خبرې کوي چې په دغه هیواد کې د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ویل کیږي د جنوبي سودان ولسمشر سلوا کییر ته د وفادارو پوځیانو او د پخواني مرستیال ولسمشر ریک مشار د ملاتړو ترمنځ نښتو کې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

بل خوا په سویلي سودان کې د امریکا سفارت ویلي، نور کارکوونکي هم له دغه هیواده د روانې شخړې له امله وباسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ له خپلو وګړو وغوښتل چې له پلازمېنې جوبا په الوتکو کې ووځي او نژدې خوندي ځايونو ته ځان ورسوي.

د جنوبي سودان جګړه چې د ډسمبر په نيمايي کې ونښته لږترلږه ۱۰۰۰ کسه په کې وژل شوي او له ۱۸۰۰۰۰ ډېر نور بېځايه شوې دي.

خبريالان وايي په جنوبي سودان کې شخړه د ولسمشر سلوا کيير او د هغه د لرې شوي مرستيال رېيک مشار ترمنځ د واک پر سر رامنځته شوې ده.

ولسمشر سلوا کيير ښاغلی مشار تورنوي، چې ګواکې پر ده يې د کودتا نيت درلود، خو هغه دغه ادعا رد کړې ده.

مرستندويه کارکوونکي په دغه هېواد کې د بشري ناورين په اړه خبرداری ورکوی، ځکه زرګونه بېځايه شوي کسان پرته له سرپناه او پاکو اوبو ژوند کوي.

ورته مطالب