کیوبایان اوس له دولتي اجازې پرته موټر اخیستلی شي

Image caption کیوبا کې تر اوسه خلکو د دولت له اجازې پرته موټر نه شوای اخیستلی.

کیوبایان د هغه هېواد له انقلاب وروسته په لومړي ځل کولی شي په ازاد ډول موټر واخلي خو د هغه هېواد کمونستي رژيم بیې دومره لوړې کړې دي چي یوازې هغه د ګوتو په شمار شتمن یې وس لري.

په یوه نندارتون کې یوه فرانسوي ماډله ٥٠٨ پيجو موټر باندې ۲۶۰ زره ډالره بیه ایښودل شوې وه چې په نوره نړۍ کې تر دې اته چندې ارزانه دی.

خو د کمونستانو واکمن حکومت لا هم د موټرو پر پير او پلور خپل کنټرول ساتلی.

هاوانا کې د بي بي سي خبريال وايي خلکو دا يوه لېونۍ بېه بللې ده.

تر دې وړاندې د کیوبا دولت د هغو خلکو لپاره خپل کنټرول لرې کړ چې غوښتل یې پیسې په بور واخلي او خپل کوچنۍ سوداګرۍ پیل کړي.

د اصلاحاتو دا پروګرام دوه کاله وړاندې د کیوبا ولسمشر راول کاسترو پیل کړ او موخه یې دا وه چې د کیوبا په سیوسیالیستي نظام کې بدلونه را منځ ته کړي.

دا علان د هغه هېواد په رسمي ورځپاڼه کې خپور.

د دې اعلان له مخې اوس خلک کولی شي چې که پیسې نه لري خپله ګاڼه او کور د ضمانت په ډول د پور ورکوونکي سره پرېږدي.

همدا رنګله اوس که یو څوک پور اخلي نو تر لسو کالو وخت لري چې بېرته یې وسپاري.

د موټر اخیستلو په برخه کې د کیوبا نوی قانون داسې دی چې که اوس د هغه هېواد اوسېدونکي که پیسې ولري کولی شي له بهره هم موټر د یوې رسمي ادارې په مرسته هېواد ته را ستون کړي.

تر دې وړاندې خبره داسې وه چې که چا غوښت موټر واخلي نو د حکومت اجازه یې باید اخیستې وای چې زياتر به یوازې حکومتي جګپوړو چارواکو، وتلو ورزشکارانو او هنرمندانو ته دا امتیاز ورکول کېده.

په کیوبا کې د بي بي سي خبریاله وايي د دې اصلاحاتو موخه دا ده چې د کیوبا اقتصاد وغوړېږي.

ورته مطالب