لبنان کې د عبدالله عزام ډلې مشر مړ شوی

ماجد الماجد
Image caption ماجد الماجد د سعودي عربستان تابعیت درلود، چې د مهمو ترهګرو په لست کې یې نوم شامل و.

لبناني خبري اژاسن ویلي، د هغې جهادي ډلې مشر په بند کې مړ شوی، چې په تېر نومبر کې یې د ایران پر سفارت ځانمرګی برید سمبال کړی و.

ماجد الماجد د سعودي عربستان تابعیت درلود، چې د مهمو ترهګرو په لست کې یې نوم شامل و.

د لبنان د پوځ یوه جنرال اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې الماجد د بډوډي د ناروغۍ له کبله مړ شوی.

ماجد الماجد تېره اونۍ د لبنان استخباراتو ونیو، چې اوس چارواکو ویلي، د هغه "روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ" و.

د عبدالله عزام جنګیالیوپه تېر نومبر کې بیروت کې د ایران پر سفارت د ځانمرګي برید پړه ومنله.

د حزب الله د المنار تلوېزیون هم خبر ورکړی و، چې ماجد په دې وروستیو کې نیول شوی.

په نومبر کې د ایران پر سفارت ځانمرګي برید د ایراني کلتوري استازي په ګډون ۲۳ کسان ووژل.

Image caption دغه ډله د صالح القروي له خوا جوړه شوې، چې ویل کېږي سعودي چارواکو څه موده مخکې ونیو.

د عبدالله عزام ډلې ته یو نژدې مذهب مشر خبرداری ورکړی چې بریدونه به یې تر هغو دوام ولري چې د لبنان دولت په سوریه کې د هغو له پوځي ځواکونو سره همکاري بنده کړې نه وي او د دوی ټول زندانیان یې را ازاد کړې نه وي.

دا رپوټونه دا نه وايي چې ماجد محمد الماجد کله نیول شوی دی.

المنار تلوېزیون د لبنان د استخاباراتو له خولې لیکي چې د ډسمبر په ۱۵مه د دغه هېواد په سوېلي ښار سېدن کې د پولیسو پر دوو پوستو برید وشو او هدف یې دا و چې الماجد را خوشي کړي.

په هغه برید کې یو سرتېری او څلور وسله وال ووژل شول خو چا یې پړه پر غاړه وا نه خیسته.