سوریه کې پنځه "بې پولې ډاکټران" تښتول شوي

Image caption تر اوسه کومې ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسؤولیت نه دی منلی.

د " بې پولې ډاکټرانو" ټولنې ویلي، د سوریې شمال کې یې پنځه کارکوونکي تښتول شوي.

د تښتولو پړه پر "عراق او شام کې د عراق اسلامي حکومت" وسله والې ډلې اچول شوې.

خو دغې ډلې تر اوسه څه نه دي ویلي.

دغه ډاکټران دوه ورځې مخکې تښتول شوي، چې تر اوسه یې هېڅ څرک نه دی لګېدلی.

بې پولې ډاکټران طبي مرستې رسوي، چې وايي پنځه کارکوونکي یې د سوریې شمال کې له یوه کوره په دې پلمه تښتول شوي چې ګني تحقیقاتو ته وړل کېږي.

په سویډن کې د دغې ټولنې د یوې څانګې ویاندې کارین ایخلوم ویلي، تښتول شویو کې د سویډن، ډنمارک، سویس، بلجیم او بیروفي وګړي دي.

دغه ټولنه وايي، د تېرې پنجشنبې ورځې له ماښام راهیسې یې له خپلو دغو کارکوونکو سره اړیکي غوڅ شوي.

ناتایید شوي رپوټونه وايي، چې "جهادي جنګیالو" لاذقیه ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون برید کړی او دغه کسان یې ترې وړي دي.

خو لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویاند رامي عبدالرحمن ویلي، په عراق او شام کې د اسلامي حکومت ډلې اړوندو کسان دا کار کړی.

دی وايي، چې د روغتون ډاکټران یو نامالوم لوري ته وړل شوي.

نوموړی دا هم وايي، چې ځینې نور ډاکټران هم له خپلو کورونو رایستل شوي دي.

ورته مطالب