د سوېلي سودان د سولې خبرې 'وځنډېدې'

Image caption د خیریه ادارو کارکوونکي وايي ډېری کډوال سرپناه او د څښاک پاکې اوبه نه لري.

وروسته له هغه چې په ایتیوپیا کې د سوېلي سودان د مشرانو ترمنځ د سولې خبرې وځنډول شوې په سوېلي سودان کې له څو اونیو راهیسې روانو جګړو ته د پای ورکولو هيلې تتې شوې دي.

په پام کې وه هغه ډلې چې د ولسمشر سلوا کېیر او د ده د پخواني مرستیال رېیک مشار استازیتوب کوي نن (د جنورۍ څلورمه) مخامخ خبرو ته سره کينې خو داسې ونه شول.

د تېر دسمبر له ۱۵ راهیسې په سوېلي سودان کې د سیالو ډلو ترمنځ په نښتو کې تر اوسه لږ ترلږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱۸۰ زره نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د خیریه ادارو کارکوونکي وايي ډېری کډوال سرپناه او د څښاک پاکې اوبه نه لري.

په پلازمېنه جوبا کې د بي بي سي خبریال الیسټر لیت هیډ وايي په جګړې کې ښکېلې دواړې غاړې فکر کوي چې پر یو بل لاسبرې دي.

د هغه په وینا یاغیانو یو اوږد لست جوړ کړی چې باید له اوربنده د مخه پرې خبرې وشي.

خو د سوېلي سودان د بهرنیو چارو وزیر برنابا میریال بي بي سي ته وویل یاغیان باید پوه شي چې د کودتاه هڅه یې کړې ده او حکومت یوازې د خبرو کولو موافقه کړې ده.

په همدې حال کې د یاغیانو مشر رېیک مشار ویلي ځواکونه به یې د خبرو لپاره پر پلازمېنه جوبا برید ونه کړي.

بله خوا د حکومت یوه ویاند ویلي چې پلازمېنې جوبا ته هېڅ خطر نشته او ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې به دولتي ځواکونه بور او د یونیټي ایالت یوه مېنه بېرته ونیسي.

ښاغلي مشار ویلي پر نړیوالې ټولنې باوري دی او هیله من دی چې خبرې به یوه مثبته پایله ولري.

د بي بي سي خبریالان وايي دواړې غاړې به په ایتیوپیا کې له خبرو د مخه هڅه کوي چې خپل دریځ او مقام بره وښايي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د دواړو خواوو استازي ایتیوپیا ته ورسېدل او د جمعې په ورځ یې له منځګړو سره خبرې وکړې، خو د سولې مخامخ خبرې تر هغه ځنډول شوي چې د خبرو ټول شرایط څرګند شوي نه وي.

د ایتیوپیا چارواکي وايي په سوېلي سودان کې به د سولې په اړه خبرې ژر پیل شي.

سوېلي سودان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له سودان نه خپلواکي واخیسته او په دې توګه په نړۍ کې تر ټولو نوی هېواد دی.

ویل کېږي چې په سوېلي سودان کې د اوسني تاوتریخوالي ریښې له خپلواکۍ څخه مخکې کلونو ته ورګرځي.

ورته مطالب