کېري: د عراق ملاتړ کوو خو ''ځواکونه نه ورلېږو''

Image caption په عراق کې سني وسله والو د فلوجې ښار له حکومتي ځواکونو نيولی دی

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي د امريکا متحد ايالات به له عراق سره د القاعدې پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړه، خو دغه هېواد پلان نه لري، چې بېرته عراق ته ځواکونه واستوي.

جان کېري وايي دی ډاډه دی، چې د لومړي وزير نوري المالکي حکومت به د حکومت پر ضد راولاړو شويو ملېشو ته ماتې ورکړي.

ښاغلی کېري وايي: ''موږ به د عراق له حکومت سره ودرېږو او د هغو پر وړاندې به مبارزه وکړو، چې په عراق کې بې ثباتي راولي. موږ به هر هغه څه وکړو، چې امکان يې وي، خو امريکايي ځواکونه به د عراق پر خاوره بيا پښه کېنږدي''.

تر دې وړاندې عراقي حکومت ويلي و، چې د پلازمېنې بغداد په لويديځ کې يې د ستراتيژيک ښار فلوجې کنټرول له لاسه وتلی دی.

يوې امنيتي سرچينې بي بي سي ته وويل، په القاعدې پورې تړلي وسله والو اوس د ښار سویل تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

په فلوجه کې يوه عراقي خبريال ويلي، د القاعدې په ملاتړ قبايلي کسانو د فلوجې ښار په بشپړ ډول نيولی دی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دغه څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې له بيت المقدس نه اردن او سعودي ته روان شوی دی.

جان کېري به دغلته د دواړو هېوادو له مشرانو سره د اسراييلو او فلسطين ترمنځ د سولې په تړاو د منځګړتوب په اړه بحث وکړي.

په الانبار ولايت کې د پوليسو مشر ويلي د هغه ځواکونه شا ته شوي او د فلوجې خلک د وسله والو په 'بند' کې دی.

په فلوجه کې اخ وډب د دوشنبې په ورځ د حکومتي پوځ او قبايلي وگړو ترمنځ له هغه وروسته پيل شو چې عسکرو په ولايتي مرکز- رامادي کې د يوه حکومتي ضد اعتراض د ماتولو هڅه وکړه.

دې کار قبايليان وقهرول، خو صدراعظم نوري المالکي وويل چې پوځ يې بل انتخاب نه درلود، ځکه چې اورپکي په دغه سيمه کې د خپلواک دولت د اعلانولو په درشل کې و.

دی وايي ''يوه نيول شوي کس موږ ته ويلي که درې اوونۍ نور معطل شوي واى، نو موږ خپل مستقل دولت اعلاناوه او د خليج يوه دولت په رسميت پېژانده."

قبايلي وگړي تور لگوي چې د بغداد شعيه مشرانو لږه کيو ته شا کړې او دغه راز يې سنيان د ترهگرۍ ضد جگړې قرباني کړېدي. ځينې خبري آژانسونه وايي چې حکومتي ځواکونو د ښار د بيا نيولو په هڅه پر هغه د توپونو ډزې پيل کړې دي.

ورته مطالب