د کړکېچ کال: له امریکايي اډو پرتله نور مهم مسائل هم شته

Image caption حقیقت دا دی، چې د امنیتي لېږد پړاو غالباً د نورو مسائلو په پرتله اسانه ترسره شو.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا د هغه امنیتي تړون د لاسلیکېدو په اړه خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې، چې پربنسټ یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان کې امریکايي پوځيان پاتې کېږي.

ایا کله به ولسمشر کرزی ددغه تړون لاسلیکولو ته ځان چمتو کړي؟ او د دغه تړون شرطونه څه دي؟

لیکوال احمد رشید پر دې باور دی، چې د دې موضوع پر سر راپورته شوې لانجې د خلکو ذهنونه او فکرونه د افغانستان د راتلونکي د ټیکاو مهمې مسئلې په اړه بل لوري ته اړولي دي.

له شک پرته هېڅوک دا اټکل نه شي کولی، چې تر ۲۰۱۴ وروسته به څه کېږي، ځکه چې هیلې ډېرې دي، اټکلونه او وړاندوېینې هم ورسره ډېرې دي، او په سیمه کې د خوست د غرونو او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ترمنځ اټکلونه او اندونه هم متفاوت دي.

په هر حال، افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو د لېږد لړۍ پای ته رسېدلې، خو اوس افغانستان کې د پاتې کېدونکو امریکايي ځواکونو اړوندو مسائلو په باب د واشنګټن او کابل ترمنځ خبرې روانې دي.

حقیقت دا دی، چې د امنیتي لېږد پړاو غالباً د نورو مسائلو په پرتله اسانه ترسره شو.

"کړکېچن لامل"

د تېر کال د ۱۵۰ زرو ځواکونو په پرتله، دا مهال په افغانستان کې د لوېديځو هېوادونو د پوځيانو شمېر نژدې ۸۷ زره دی.

اټکل دی، چې دغه شمېر تر راتلونکي اوړي او د کال تر ختمېدا پورې ۴۰ زرو ته راټیټ شي (هغه هم که چېرې د افغان ځواکونو بهرني ‎پوځي روزونکي ترې منفي کړو).

خو په راتلونکو دوولسو میاشتو کې تر ټولو کړکېچن لامل د واک سیاسي لېږد کې دی: ایا په راتلونکي اپریل/حمل (وري) میاشت کې به ټاکنې هغهسې رڼې او ازادې وي، چې د زیاترو افغانانو د خوښۍ لامل به وګرځي؟

د افغانستان د ټاکنو په اړه باید له ډېر پامه کار واخلو، د دغو ټاکنو پربنسټ د افغانستان ټیکاو تړلی دی – نه دا چې د طالبانو بریدونه کم او زیات او یا د امریکايي پاتې کېدونکو ځواکونو شمېر مهم وبلل شي.

Image caption پر قومي چلند ولاړ کړه وړه او طریقه د حامد کرزي لپاره تر ټولو ډېره مهمه ده.

په دې کې هم شک نه شته، چې ولسمشر حامد کرزی به – چې دا ځل ټاکنو ته د درېدو حق نه لري – د ولسمشرۍ له یوولسو کاندیدانو کوم یو غوره او د خپل ځان د ملاتړ جوګه وبولي.

کرزی شاید هغه کاندید غوره وبولي، چې د ده او د کورنۍ ملاتړ یې وکړي، او د فساد دوسیې پسې راونه باسي.

د حامد کرزي ورور قیوم کرزي او د بهرنیو چارو مخکني وزیر زلمي رسول ته ډېرې سترګې ور اوړي چې ودې شي کرزی یې ملا وتړي.

ټاکنیزه ستونزه ان د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو پاتې ده، ځینې پر دې اند دي، که چېرې دغه ټاکنې له درغلیو ډکې وي، شاید پایله کې یې تاوتریخوالی د کورنۍ جګړې د پیلېدو لپاره زمینه برابره کړي، خو که چېرې پنځوس سلنه ټاکنې رڼې هم وي، هېڅوک د افغانستان د راتلونکي ټیکاو په اړه اټکل نه شي کولی.

"د فشار ټکي"

پر قومي چلند ولاړ کړه وړه او طریقه د حامد کرزي لپاره تر ټولو ډېره مهمه ده.

په ۲۰۰۹ کال حامد کرزي ویلي وو، په ټاکنو کې په ډېر لږ اکثریت نوموړي په هغو سوېلي او ختیځو سیمو کې ډېرې رایې ګټلې دي، ځکه چې نوموړی پښتون دی.

خو له پښتنو پرته تاجک، اوزبک او هزاره ګان او نور لږکي قومونه په شمال او لوېديځ کې د ټاکنو پر پایلو ناراضه ښکارېدل، او ټینګار یې دا و چې ګني همدوی د ټاکنو ګټونکي دي.

خو عبدالله عبدالله د ټاکنو له دویم پړاوه انکار وکړ.

دغه سناریو د راتلونکې اپریل ټاکنو کې هم د تکرارېدو وړ ښکاري، خو ښکاري چې پایلې به یې ډېرې ناوړه وي.

که دا ځل په ټاکنو کې درغلي ډاګیزه شي، نور نا پښتانه لږکي شاید د ټاکنو پایلې بیا هم ونه مني.

اوس لوېديځ هم پر کابل دومره د فشار واک نه لري، چې نظام یوې پرېکړې منلو ته اړباسي، دا هم ناممکنه ده، چې ګني لوېديځ دې اقتصادي همکارۍ د فشار په بڼه وکاروي.

که څه هم له ۲۰۱۱ کال راهیسې د افغانستان پر ټولنیزو خدمتونو او بیارغونې ۱۰۰ میلیارد ډالر لګول شوي، لوېديځ بیا هم د افغانستان د ملي اقتصاد په رغونې ونه توانېد، او نه هم په کور د ننه وګړو ته د کار زمینه او ښو عوایدو ترلاسه کولو فرصت پیدا شو.

ښکاري چې واشنګټن او کابل دواړو له هېواده د لوېديځو پوځيانو تر وتلو وروسته د هېواد اقتصادي ممکنه مخ پر ځوړ وضعیت رغولو ته چندان پام نه دی کړی.

خو په کال کې له افغان ځواکونو سره د امریکا او ناټو د اتو میلیاردو ډالرو پوځي مرستې ژمنه شاید یو کال وروسته بیخي راټیټه شي؛ ځکه چې اروپا او امریکا کې اوس اندونه دا دي چې دوی ولې د کورنۍ جګړې په دوام کې ډېرې مالیې ورکړي.

د سیمې او ګاونډیو په اړه هم اندېښنه شته، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتن وروسته به دیپلوماتیک اړیکي دوام مومي او ګاونډيان به د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

"پخلاینه"

د افغانستان لپاره ایران، پاکستان، چین، د منځنۍ اسیا جمهوریتونه او ځینې نور هېوادونه لکه هند، روسیه او سعودي عربستان ډېر اهمیت لري.

Image caption د افغانستان ۲۰۰۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو پایلو کې د پراخو درغلیو ادعاوې وشوې، چې ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدې.

خو د افغان حکومت لپاره تر ټولو لوی لومړیتوب له طالبانو سره جوړجاړی او په سیاسي ډګر کې د هغوی شاملول دي، چې په لړ کې یې هم اقتصادي، بیارغنیز او پوځي پرمختګ کېدای شي.

که چېرې راتلونکی افغان ولسمشر ولسي ملاتړ ولري او طالبان باور پرې وکړي، د جوړجاړي دا خبرې د اپریل/وري تر ټاکنو وروسته هم پیلېدای شي.

خو ایا امریکا او ناټو دا وړتیا لري، چې د جوړجاړي دغه خبرې کنټرول او زمینه ورته برابره کړي؟

که چېرې له اوسني ولسمشر حامد کرزي سره دغه خبرې مطرح نه شي، شاید پایلې یې ډېرې ناوړه راووځي.

که فرض کړو چې ټاکنو کې درغلۍ ثابتې شي او له طالبانو سره کورنۍ جګړه دوام ومومي، شاید د زرګونو افغانان ژوند واخیستل شي، او لسګونه زره نور هېواد پرېښودو ته اړ شي، او داسې انساني ناورین بیا تکرار شي، چې سخت دریځو ډلو ته بیا پر افغانستان د واکمنۍ زمینه برابره کړي.

که داسې وشي، بیا به نړیواله ټولنه د افغانستان په چارو کې کې داسې مهال پوځي مداخلې ته زړه ښنه نه کړي، چې دغه هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو د جنګسالارانو د بیا واک ته رسېدو لپاره وسلې او پیسې راشي.

د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د حل لاره دا ده، چې د یوه بې پرې منځګړي په مټ د سولې او پخلاینې خبرې پیل شي.

ملګري ملتونه او اروپايي اتحادیه د دغه ډول بې پرې منځګړي رول لوبولی شي، همداشان ناروې او جرمني هم دا کار کولی شي.

خو له بده مرغه امریکا او ناټو د سولې راوستونکو او احتمالي منځګړو دریځ کمزوری کړی دی.