د عراق فلوجه ښار د 'داعش' ډلې لاس ته لوېدلی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له عراق نه خبرونه وايي چې مرکزي حکومت په لوېديځ کې د فلوجې ښار ولکه بايللې ده.

دا ښار چې ډېرئ وگړي يې سنيان دي، پر ٢٠١١ کال د امريکايي ځواکونو تر وتلو دمخه د هغوى له خوا له ياغيانو "پاک" شوى و.

احمد ماهر په خپل رپوټ کې د يوه امنيتي چارواکي له خولې وايي چې له القاعدې سره يوه تړلې ډله چې ځانته "د سوريې او عراق اسلامي دولت" وايي، د فلوجه ښار پر جنوبي سيمو واک ټينگ کړى دى.

خبريالانو هم له بي بي سي سره د سترگو ليدلى حال شريک کړى او وايي چې د القاعدې جنگيالي يې پر پېکپ موټرو سپاره ليدلي چې تورې جنډې او د هوايي مدافعې وسلې يې پرې لگولې او هڅه يې کوله چې بغداد ته غزېدلې لويه لار تر گورت لاندې راولي.

محمد عبدالله يو له دغو خبريالانو څخه دى چې له فلوجه نه له بي بي سي سره غږېده. هغه د اورپکو له خوا د ښار د لاندې کېدو انځور داسې وړاندې کړ:

"ډېر شمېر وسله والې ډلې په ښار کې ځاى پر ځاى شوې او دوى پر هر څه کنترول لري. دوى ټول پوليس او امنيتي کسان له ښاره وايستل، په خورا چټکۍ د پوليسو مرکزونو ته ورغلل او هغه يې وسوځول.

Image caption د الانبار پولیسو مشر ویلي، چې د فلوجې اوسېدونکی اوس د 'داعش' ډلې په لاس کې دي.

دوى له دغه ځايه ټول شيان ورسره يوړل، لکه اوبه موټرونه او نور شيان."

سنيان په بغداد کې د شعيه گانو په مشرۍ حکومت تورنوي چې دوى يې بېخي څنگ ته کړې دي. صدراعظم نوري مالکي ژمنه وکړه چې پوځ به يې د ټولو اورپکو ډلو تر ويجاړولو پورې پر مخ ولاړ شي.

په فلوجه کې اخ وډب د دوشنبې په ورځ د حکومتي پوځ او قبايلي وگړو ترمنځ له هغه وروسته پيل شو چې عسکرو په ولايتي مرکز- رامادي کې د يوه حکومتي ضد اعتراض د ماتولو هڅه وکړه.

دې کار قبايليان وقهرول، خو صدراعظم مالکي وويل چې پوځ يې بل انتخاب نه درلود، ځکه چې اورپکي په دغه سيمه کې د خپلواک دولت د اعلانولو په درشل کې وو:

"موږ هغه څه وکړل چې لازم و. موږ دا اډه له منځه يوړه چې د خيانت يو مرکز و او همدا د تشنج عامل شو چې د جنايت کوونکو له خوا ورته لمن وهل کېږي. دوى مخفي راټولېدل چې په انبار ولايت کې خپل مستقل دولت اعلان کړي.

يوه نيول شوي کس موږ ته ويلي که درې اوونۍ نور معطل شوي واى، نو موږ خپل مستقل دولت اعلاناوه او د خليج يوه دولت په رسميت پېژانده."

قبايلي وگړي تور لگوي چې د بغداد شعيه مشرانو لږه کيو ته شا کړې او دغه راز يې سنيان د ترهگرۍ ضد جگړې قرباني کړېدي. ځينې خبري آژانسونه وايي چې حکومتي ځواکونو د ښار د بيا نيولو په هڅه پر هغه د توپونو ډزې پيل کړې دي.

ورته مطالب