د جنوبي سوډان جنرال په برید کې وژل شوی دی

Image caption د جنوبي سوډان په بور ښار کې جګړه روانه ده او یو جنرال هم په کې وژل شوی دی

د سوډان د بور ښار بهر د جنوبي سوډان یو جنرال په جګړه کې وژل شوی دی.

د بور ښار د وسله والو مخالفینو په لاس کې دی.

له حکومتي ځواکونو سره ملګری د بي بي سي خبریال وایی هغه کاروان چې د بور لور ته پرمخ روان و او تر سخت برید لاندې راغی.

د بي بي سي خبریال الیستر لیتهېد د بور په ۲۵ کیلومترۍ کې و چې د پوځ پر کاروان برید وشو.

د وژل شوي جنرال نوم نه دی په ډاګه شوی.

حکومت بور ته نوي ځواکونه ور استوي چې په دې توګه دلته د حکومتي ځواکونو شمېر ۲۰۰۰ ته ورسېده.

خبریال وایي چې د پوځ یوه فرقه مخالفینو ته ور واوښته.

په دې توګه اوس دلته دوه پوځونه له یو بل سره په جګړه بوخت دي.

د الیستر په وینا د جګړې سختوالی د سړک په دواړو غاړو کې له سیزل شوو ټانکونو جوتېږي.

دا جګړه په داسې حال کې روانه ده چې جګړه کوونکې خواوې په اېتوپیا کې د اوربند په اړه په خبرو اترو بوختې دي.

وروسته له هغه چې په ایتیوپیا کې د سوېلي سودان د مشرانو ترمنځ د سولې خبرې وځنډول شوې په سوېلي سودان کې له څو اونیو راهیسې روانو جګړو ته د پای ورکولو هيلې تتې شوې دي.

د تېر دسمبر له ۱۵ راهیسې په سوېلي سودان کې د سیالو ډلو ترمنځ په نښتو کې تر اوسه لږ ترلږه ۱۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱۸۰ زره نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د خیریه ادارو کارکوونکي وايي ډېری کډوال سرپناه او د څښاک پاکې اوبه نه لري.

په پلازمېنه جوبا کې د بي بي سي خبریال الیسټر لیت هیډ وايي په جګړې کې ښکېلې دواړې غاړې فکر کوي چې پر یو بل لاسبرې دي.

د هغه په وینا یاغیانو یو اوږد لست جوړ کړی چې باید له اوربنده د مخه پرې خبرې وشي.

خو د سوېلي سودان د بهرنیو چارو وزیر برنابا میریال بي بي سي ته وویل یاغیان باید پوه شي چې د کودتاه هڅه یې کړې ده او حکومت یوازې د خبرو کولو موافقه کړې ده.

Image caption د خیریه ادارو کارکوونکي وايي ډېری کډوال سرپناه او د څښاک پاکې اوبه نه لري.

په همدې حال کې د یاغیانو مشر رېیک مشار ویلي ځواکونه به یې د خبرو لپاره پر پلازمېنه جوبا برید ونه کړي.

بله خوا د حکومت یوه ویاند ویلي چې پلازمېنې جوبا ته هېڅ خطر نشته او ادعا کوي چې په ۲۴ ساعتونو کې به دولتي ځواکونه بور او د یونیټي ایالت یوه مېنه بېرته ونیسي.

ښاغلي مشار ویلي پر نړیوالې ټولنې باوري دی او هیله من دی چې خبرې به یوه مثبته پایله ولري.

د بي بي سي خبریالان وايي دواړې غاړې به په ایتیوپیا کې له خبرو د مخه هڅه کوي چې خپل دریځ او مقام بر وښيي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د دواړو خواوو استازي ایتیوپیا ته ورسېدل او د جمعې په ورځ یې له منځګړو سره خبرې وکړې.

خو د سولې مخامخ خبرې تر هغه ځنډول شوي چې د خبرو ټول شرایط څرګند شوي نه وي.

د ایتیوپیا چارواکي وايي په سوېلي سودان کې به د سولې په اړه خبرې ژر پیل شي.

سوېلي سودان په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له سودان نه خپلواکي واخیسته او په دې توګه په نړۍ کې تر ټولو نوی هېواد دی.

ویل کېږي چې په سوېلي سودان کې د اوسني تاوتریخوالي ریښې له خپلواکۍ څخه مخکې کلونو ته ورګرځي.

دې جګړې د جنوبي سوډان ولس سره وېشلی دی چې ځینې یې د ولسمشر سلواکېر او نور یې بیا د مخالف مشر رېک مچار پلوي کوي.

ورته مطالب