فیسبوک: د کاروونکو معلومات نه غلا کوو

فېسبوک
Image caption یوې مخکنۍ څېړنې ښوولې وه، چې نژدې ۳.۹ میلیون فېسبوک کاروونکو په ۱۷ ورځو کې نژدې ۷۱ سلنه فېسبوک کاروونکي پوښتلي، چې ځینې وخت یو څه ولیکي او بیا یې د خپرولو په اړه نظر بدل شي.

فېسبوک شرکت ویلي، د فېسبوک وېبپاڼې کاروونکو اندونه او تبصرې هېڅکله نه غلا کوي.

دغه شرکت وايي، چې د فېسبوک کاروونکو د نه شریکولو وړ معلوماتو په اړه هېڅکله جاسوسي نه کوي.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه شوې، چې نژدې ۲۷۰۰۰ کسانو د فېسبوک د جاسوسي او د کاروونکو د اندونو د غلا کولو پرضد کمپاین لپاره د لاسلیکونو راټولو یوه لړۍ پیل کړې وه.

دوی ادعا کوله چې ګني فېسبوک د کاروونکو هغه اندونه او نظرونه غلا کوي، چې په راتلونکي کې یې د خپرولو هوډ لري، او یا یوه تبصره ولیکي، خو بیا یې له شریکولو نظر واوړي.

فېسبوک وايي، شاید دغو کسانو له دې وېره لرلې وي، چې ګني معلوماتو ته یې د ملي امنیت اداره لاسرسی لري.

د فېسبوک پرضد دغه کمپاین د فېسبوک د یوه مخکني کارکوونکي تر هغو څرګندونو وروسته پیل شوی، چې ویلي یې وو، فېسبوک د کاروونکو هغه اندونه او تبصرې له ځانه سره ساتي، چې کاروونکي یې لیکي، خو د خپرولو هوډ یې نه لري او یا یې بیخي د ډيلیټ او لیرې کولو هوډ وکړي.

ده دا هم ویلي وو، هغه تبصرې چې تر پنځو تورو واوړي، او فېسبوک کې تر لیکلو وروسته لس دقیقې پاتې شي، فېسبوک شرکت یې په خپلواک ډول له ځانه سره ساتي.

یوې مخکنۍ څېړنې ښوولې وه، چې نژدې ۳.۹ میلیون فېسبوک کاروونکو په ۱۷ ورځو کې نژدې ۷۱ سلنه فېسبوک کاروونکي پوښتلي، چې ځینې وخت یو څه ولیکي او بیا یې د خپرولو په اړه نظر بدل شي.

ورته مطالب