روسی شتمن خدرکوفسکي سویټزرلنډ ته رسېدلی

خدر کوفسکي
Image caption خدر کوفسکي لس کاله په زندان کې وو.

هغه روسی سوداګر چې تېره میاشت له روسي زندانه خوشی شو، سویټرزلنډ ته رسېدلی دی.

د میخاییل خدروکوفسکي ویاند ویلي "خدروکوفسکي سویټزرلنډ ته له خپلې مېرمنې او اولاد سره یوځای رسېدی دی. د هغه اولاد هلته زده کړه کوي. د سویټرزلنډ حکومت خدروکوفسکي ته د درو میاشتو وېزه ورکړې ده".

ویاند زیاتوي، چې دغه روسی شتمن سوداګر برلین کې اوسېده.

نوموړی د فساد او له مالیې د تېښتې په تړاو قضیو کې په لسو کالو بند محکوم شوی و.

خو خدروکوفسکي بیا پرې لګول شوي تورونه رد کړي وو.

هغه د سویټزرلنډ یوه تلوېزیون ته ویلي، چې "غواړي له سویټزرلنډ څخه خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، او د هغو بندي سیاستوالو د خوشي کولو هڅې ګړندۍ کړي، چې په روسي زندانونو کې پراته دي".

نوموړي مخکې ویلي وو چې "تر هغو چې دا احساس راسره وي، چې زندانونو کې سیاستوال کړېږي، موږ ارام نه شوی کولی".

Image caption د خدرکوفسکي مور وایي د خپل زوی له خوشي کېدو او د بښنې له غوښتو یې نه وه خبره

خو د خدروکوفسکي ویاند ویلي چې "میخاییل خدروکوفسکي لاهم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، چې ایا همالته به مېشت شي او که نه".

د ورسې ولسمشر ولادیمیر پوتین دوه کاله مخکې د خدروکوفسکي د بښلو امر صادر کړی و، ځکه چې هغه مهال د خدروکوفسکي د مور روغتیايي وضعیت د سرطان ناروغۍ له کبله د اندېښنې وړ و.

۵۰ کلن خدرکوفسکي او د هغه ملګری پلاتون لېبېدېف په ۲۰۱۰م کال کې د تېلو په غلا او پيسو سپينولو په تور ګرم وبلل شول.

د اروپا د بشري حقونو محکمې د دوی پر محاکمې نیوکه کړې خو دا ادعاوې یې رد کړې دي چې ګواکې دا محاکمه سیاسي رنګ لري.

د خدروکوفسکي شالید

Image caption ښاغلي خدرکوفسکي د هغه مهال د یاکوس په نوم د تېلو شرکت او د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د دولتي شتمنیو د خرڅلاو له له لارې ۱۵ میلیارده ډالر وګټل او په روسیه کې تر ټولو شمتن سړی و.

میخایل خدرکوفسکي د ۲۰۰۳م کال په اکتوبر کې د درغلیو او مالیې کې د ټګيو په تور ونیول شو.

په ۲۰۰۵م کال کې زندان ته واستول شو او باید په ۲۰۱۱م کال کې له زندانه خوشی شوی وای خو په ۲۰۰۹ م کال کې بیا د هغه د بند موده تر ۲۰۱۷م کال پورې وغځېده.

ښاغلي خدرکوفسکي د هغه مهال د یاکوس په نوم د تېلو شرکت او د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د دولتي شتمنیو د خرڅلاو له له لارې ۱۵ میلیارده ډالر وګټل او په روسیه کې تر ټولو شمتن سړی و.

ورته مطالب