بنګله دېش کې واکمن ګوند ټاکنې وګټلې

Image caption په بنګله دېش کې د یکشنبې د ورځې ټاکنې له تاوتریخوالي سره ملې وې، له ۲۰ نه د ډېرو کسانو د وژل کېدو رپوټ ورکړل شوی دی

په بنګله دېش کې واکمن ګوند عوامي لیک په عمومي انتخاباتو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ خپلې کړې دي.

واکمن ګوند له ۳۰۰ پارلماني څوکیو څخه دوه پر دریمه برخه ګټلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې مخالف ګوند له انتخاباتو سره پریکون وکړ، د خلکو ګډون لږ و او ټاکنې له تاوتریخوالې سره ملې وې.

پرون په شخړو کې له ۲۰ ډېر کسان ووژل شول او لسګونه نور له انتخاباتو دمخه وژل شوي وو.

ویل شوي چې د یکشنبې د ورځې په ټاکنو کې د رایې اچوونکو ګډون ۲۰ سلنه وه حال دا چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې د خلکو ګډون له ۷۰ سلنې ډېر و.

چارواکي وايي یو شمېر خلکو د تاوتریخوالي له امله په ټاکنو کې ګډون ونه کړ او یو شمېر نورو د مخالف ګوند د پریکون له امله.

خو صدراعظمې شیخ حسینې په چټکۍ سره په ټاکنو کې د بري اعلان وکړ او ویې ویل چې په عادلانه ډول یې ټاکنې وګټلې.

نوموړې یوې خبرې غونډې ته وویل چې خپل نوی حکومت به جوړ کړي خو هغسې چې په پلازمېنه ډاکه کې د بي بي سي خبریال محفوظ صدیقي وايي دا پوښتنه به په خپل حال وي چې آیا د شیخ حسینې نوې آداره به باوري وي کنه؟

په بنګله دېش کې مخالف ملت پال ګوند له ټاکنو دمخه د ۴۸ ساعته احتجاج غوښتنه وکړه او د ګوند مشرې خالده ضیا له ټاکنو سره پریکون اعلان کړ.

صدراعظمې شیخ حسینې د مخالف ګوند هغه غوښتنه رد کړې وه چې ویل یې صدراعظمه دې له ټاکنو دمخه استعفی ورکړی او د ټاکنو د څارنې لپاره دې یوه موقتې بې طرفه اداره جوړه شي.

اوس مخالف ګوند د ترسره شویو ټاکنو پایلې بې مانا بللې او د ۴۸ نورو ساعتونو لپاره یې د عمومي احتجاج غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب