عراق: فلوجه نه سلګونه کسان د جګړې له وېرې تښتي

Image caption د عراق له لوېدیځ ښار فلوجه نه سلګونه خلک د پوځ د درنې توپچي او هوايي بمبارۍ د وېرې له کبله تښتي.

د عراق له لوېدیځ ښار فلوجه نه سلګونه خلک د پوځ د درنې توپچي او هوايي بمبارۍ د وېرې له کبله تښتي. حکومتي ځواکونه له القاعده وسله والو او قبایلي جنګیالیو سره په جګړه بوخت دي، دغه ښار یې تر خپلې ولکې لاندې راوستی او د رمادي ځینې برخې یې هم نیولې دي.

د پوځ سیمه ییز قوماندان دولتي رسنیو ته ویلي، چې له دغو دوو مهمو ښارونو نه به په القاعدې پورې تړلو وسله والو ایستل یو څو ورځې وخت ونیسي.

د فلوجه پوځي شورا په نامه د حکومت مخالفې ملېشې یوه قوماندان بیا ژمنه وکړه، چې جګړه به روانه ساتي.

غږ: د فلوجه د قبایلو انقلابیان دې ته ژمن دي، چې په متعصب حکومت پورې تړلو ناوړه کسانو ته سزا ورکړي. دغو قبایلي وګړو پرېکړه کړې، چې په پوځي شورا کې شامل شي. دوی ژمنه کړې، چې په ټوله عربي سیمه کې دغه شومه پروژه له منځه یوسي.

له دې وړاندې عراقي حکومت ويلي و، چې د پلازمېنې بغداد په لويديځ کې يې د ستراتيژيک ښار فلوجې کنټرول له لاسه وتلی دی.

بل لور ته د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ویلي د امريکا متحد ايالات به له عراق سره د القاعدې پر وړاندې جګړه کې مرسته وکړي، خو دغه هېواد پلان نه لري، چې بېرته عراق ته ځواکونه واستوي.

د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي، ډاډه دی، چې د لومړي وزير نوري المالکي حکومت به د حکومت پر ضد راولاړو شويو ملېشو ته ماتې ورکړي.

يوې امنيتي سرچينې بي بي سي ته هغه مهال وويل، په القاعدې پورې تړلو وسله والو اوس د ښار سویل تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

فلوجه کې يوه عراقي خبريال ويلي و، د القاعدې په ملاتړ قبايلي کسانو د فلوجې ښار په بشپړ ډول نيولی دی.

فلوجه کې اخ وډب د حکومتي پوځ او قبايلي وگړو ترمنځ له هغه وروسته پيل شو چې عسکرو په ولايتي مرکز- رمادي کې د يوه حکومتي ضد اعتراض ماتولو هڅه وکړه.

دې کار قبايليان وقهرول، خو صدراعظم نوري المالکي وويل چې پوځ يې بل انتخاب نه درلود، ځکه چې اورپکي په دغه سيمه کې د خپلواک دولت د اعلانولو په درشل کې و.

ورته مطالب