متحده ایالاتو کې د سخت واورین موسم وړاندوینه

Image caption د درنې واورې ورېدنې له کبله د کاناډا له پولې تر میسوري پورې ډېر سړکونه بند کړي.

د منجمد سمندر د سختې سړې هوا د څپو یوه لړۍ د امریکا متحده ایالتونو له منځه تېرېدو ته چمتو ده. په دغه سیمه کې په راروانو څو ورځو کې د تودوخې درجه په بېسارې کچه راټیټېدای شي. د دې سیمې په ځینو برخو کې وار له مخه درجه منفي دېرشو ته راښکته شوې ده.

د ساړه باد له کبله انساني ژوند ته هم ګواښونه رامنځته شوي، چې له کبله یې کله کله درجه منفي پنځوسو ته هم راښکته کېږي. چارواکي وايي، ډېرو امریکایانو تر دې وړاندې داسې حالت نه و لیدلی.

د درنې واورې ورېدنې له کبله د کاناډا له پولې تر میسوري پورې ډېر سړکونه بند کړي او له شېکاګو او بوسټن نه سلګونه الوتنې مسترد شوې دي. عبدي سماتار په مینیسوټا پوهنتون کې د جغرافیې استاد دی.

غږ: زموږ کور ته بېګا مېلمانه راغلي وو، چې د هغوی له کوره زموږ تر ځایه نیم ساعت لاره ده، خو بېګا یې د سړکونو د ناوړه وضعیت له کبله کابو یو نیم ساعت وخت ونیو. که څوک له خپل کوره دباندې د پنځو دقیقو لپاره ودرېږي او کوم جدي خوندیتوب و نه لري، پوستکی یې کنګل کېدای شي. زه شل کاله دلته اوسېدلی یم، خو داسې حالت مې کله نه و لیدلی.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د درنو واورو له اورښت سره هممهاله سخت سوړ موسم دوام لري.

د تېرو څو ورځو مودې کې د هغه سړي په شمول، چې د سړکونو واورې ویلې کولو لپاره کارېدونکې مالګې لاندې شو، یو شمېر کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د جمعې په ورځ اکثر ښوونځي تړلي وو او د نژدې دوو زرو الوتنو له لغو کېدو وروسته زرهاوو کسان په هوايي ډګرونو کې ایسار پاتې وو.

له دې مخکې نیو جرسي او نیویارک ایالتونو کې بېړنیز حالت اعلان شو. چارواکو له خلکو وغوښتل، چې خپلو کورونو کې اوسي، چې یخ یې و نه وهي او واورو پاکونکي په خلاص مټ وکولای شي، واورې پاکې کړي.

ورته مطالب