ج سودان له مخالفانو سره مخامخ خبرې پيل کړي

Image caption په جنوپي سودان کې زرګونه کسان د جګړې له وېرې بېځايه شوي دي

د سويلي سودان حکومت د لومړي ځل لپاره له وسله والو مخالفينو سره د سولې په تړاو مخامخ خبرې پيل کړې دي.

د دواړو غاړو ترمنځ خبرې د ايتوپيا په پلازمېنه اديسه بابا کې روانې دي.

بل خوا حکومت له یوه بل پخواني مخالف جنرال ډېوېډ ياوياو سره هم د اوربند اعلان کړی دی.

د سویلي سودان د حکومت او د پخواني مرستيال ولسمشر رېيک مشار ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسېدو په تړاو خبرې اترې پيل شوي، خو په سيمه کې جګړه لا هم دوام لري.

په روانو خبرو کې د جنوبي سودان د حکومت يوه مشر مرکچي مايکل مواک ويلي هيله من دی، چې دغه خبرې به سولې ته لار هواره کړي.

نوموړی وايي: ''موږ ژمن يو چې سوله راولو. هيله لرم چې په خبرو کې به پرمختګ وکړو او په خپل هېواد کې به روانې مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدو. د خلکو بېځايه کېدل او تاوتريخوالی به ودرېږي، نو دلته راغلي يو چې د سولې لپاره خبرې پيل کړو او هيله لرم چې دا خبرې به په سوله ختمېږي''.

د ولسمشر سلوا کيير او مخالف مشر رېيک مشار د پلويانو ترمنځ دغه خبرې پر داسې مهال پيلېږي چې حکومت له يوه بل مخالف جنرال ډېوېډ یاوياو سره هم د اوربند اعلان کړی.

د جنرال ياوياو پلويان له تېرو کابو دوو کلونو راهيسې له حکومت سره په جګړه بوخت دي.

داسې وېره هم وه چې ښايي جنرال ياوياو د پخواني مرستيال ولسمشر رېيک مشار له پلويانو سره لاس يو کړي او حکومت ته ستونزې پيدا کړي.

د تېلو امنيت

بل خوا د سودان د بهرنيو چارو وزير علي کارتي ويلي احتمال شته چې هېواد يې د سويلي سودان د تېلو د زېرمو د امنيت خوندي کولو لپاره له دې هېواد سره پوځي مرسته وکړي.

د روانې جګړې له پيله حکومتي ځواکونه له وسله والو مخالفينو د دغو سيمو د کنترول ترلاسه کولو هڅې کوي.

پر همدې مهال په سويلي سودان کې د ملګرو ملتو د بشري مرستو مسوول پر وسله والو مخالفينو تور لګولی، چې د ملګرو ملتو موټر يې نيولي او د خوراکي توکو ګودامونه يې پخپله ولکه کې اخيستي.

د بشري حقونو دغه مسوول د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې د بشري مرستو مخنيوی دې نه کوي.

ورته مطالب