'اوباما افغانستان کې پر خپلې تګلارې بې باوره و'

رابرټ ګېټس او اوباما
Image caption جمهوریت غوښتونکي رابرټ ګېټس د اوباما اداره کې دوه کاله وزارت کړی.

د امریکا د دفاع مخکني وزیر رابرټ ګېټس په افغانستان کې د بارک اوباما پر جګړه ییز سیاست نیوکه کړې ده.

ښاغلی ګېټس چې د مخکني ولسمشر جورج بوش او اوسني هغه بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال دفاع وزیر پاتې شوی، د خاطراتو پخپل کتاب کې لیکليو چې بارک اوباما افغانستان کې پر خپلې پوځي ستراتیژۍ باور بایللی دی.

دغه کتاب چې راتلونکې اونۍ خرڅلاو ته وړاندې کېږي، لیکي چې اوباما افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پخواني قومندان جنرال ډیویډ پیټرایس باور نه درلود، او نه یې هم له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ډېره جوړه وه.

ښاغلي ګېټس د امریکا پر مرستیال ولسمشر جو بایډن هم پخپل کتاب کې سختې نیوکې کړې دي.

د هغه په وینا، په تېرو څلورو لسیزو کې د بهرني سیاست او ملي امنیت په باب د جو بایډن تقریباً ټولې پرېکړې له تېروتنو ډکې وې.

رابرټ ګېټس د ۲۰۰۶ کال پای کې د جورج بوش په مرسته دفاع وزیر شو او د بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال تر ۲۰۱۱ کال پورې پر همدې څوکۍ پاتې شو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ګېټس ماموریت

ښاغلي ګېټس د خاطراتو خپل کتاب ته "ماموریت: د جګړې د یوه وزیر خاطرات" نوم ورکړی دی.

رابرټ ګېټس د کتاب یوه برخه کې د ۲۰۱۱ کال د سپینې ماڼۍ ناستو ته اشاره کړې ده.

هغه لیکلي چې : "لکه څرنګه چې په غونډه کې ناست وم، فکر مې وکړ چې ولسمشر پر خپل قومندان باور نه لري او کرزی هم نه شي زغملی، پر خپلې تګلارې باور نه لري او جګړه پر خپل ځان پورې نه منسوبوي... د هغه ټولنې غوښتنې دا وې چې له دغه هېواده ژر راووځي".

د ښاغلي ګېټس خاطراتو کې دا هم راغلي، چې بارک اوباما افغانستان ته د دېرشو زرو نورو پوځيانو د استولو امر ورکړی و، خو د ناپوځي سلاکارانو د نفوذ له کبله پخپله دې پرېکړه کې پښه نیولی ښکارېده.

ګېټس چې د پخواني ولسمشر ریچرډ نیکسون د واکمنۍ پرمهال یې هم د امریکا حکومت کې حضور درلود او د جورج بوش (پلار) د واکمنۍ پرمهال د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي ای اې مشر و، د کتاب یوه بله برخه کې د دفاع وزارت کړنو تفصیلي برخو کې د سپینې ماڼۍ پر مداخلې هم نیوکه کړې ده.

د هغه په لیکنه، د سپینې ماڼۍ ملکي سلاکاران پر پوځي مسائلو نه پوهېدل، خو په پرله پسې توګه به یې د دفاع وزارت په چارو کې لاسوهنې کولې.

د هغه په وینا، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د کارکوونکو د مداخلې کچه د ولسمشر نیکسون د واکمنۍ په ۱۹۷۰ لسیزه کې د وزارتونو د مدیریت او کنترول یوه برخه ګرځېدلې وې.

ګېټس لیکي: " د اوباما د واکمنۍ پيل کې، پر جګپوړو پوځي قومندانانو د ولسمشر او مرسیالانو په ګډون، د سپینې ماڼۍ د جګپوړو چارواکو بې باوري او بد ګوماني زما لپاره یو لوی سرخوږی وګرځېد".

ورته مطالب