د اسپانیا د باچا لور محاکمې ته غوښتل شوې

Image caption په پام کې ده چې شهزادګۍ کریستینا د مارچ په میاشت کې له رسمي تورنېدو وروسته محاکمې ته حاضره شي.

د اسپانیا يوه قاضي د باچا خوان کارلوس کوچنۍ لور ته امر کړ چې مالیې کې د درغلۍ او پیسو د سپینولو د ادعاوو له امله محاکمې ته حاضره شي.

ټاکل شوې، چې ٤٨ کلنه شهزادګۍ کرېسټینا به په رسمي ډول له تورنېدو وروسته د مارچ د میاشتې په ٨ نيټه د ماجورکا په ښار کې محاکمې ته حاضره شي.

د هغې مېړه ایناکي اوردانګارین له تېر څه باندې یو کال راهیسې تر تحقیقاتو لاندې دی.

پر نوموړي شک دی، چې د ده په مشرۍ د (اى زون) په نامه مرستندویه بنسټ ته ورکول شویو عامه پیسو کې یې مېلیونونه ډالر ټګي برګي کړې او د دغه ادعاوو د راټوکېدو وروسته پروسږکال د شهزادگۍ کرېسټینا د مېړه شتمنۍ ضبط شوې چې په دغو شتمنيو کې يو يې ډېر ښکلی او عصري کور هم راځي چې د بارسلونا د باندې موقعيت لري.

خو ښاغلى اوردانګارین دغه تورونه نه مني.

باچا کارلوس درې کوچنيان لري چې مشره لور يې شهزادگۍ الينا بيا شهزادگۍ کرېسټینا او کشر زوى ېې وليعهد شهزاده فليپ دى.

قاضي کاسترو شهزادگۍ کرېسټینا د درغليو ضد ادارې د مشر څارنوال له اعتراض سره سره محکمې ته وربللې ده.

د درغلیو ضد ادارې مشر وايي د شهزادگۍ کرېسټینا پر ضد يې داسې شواهد نه دي موندلي چې د هغې د مېړه پر ضد د درغليو له ادعاوو سره تړاو ولري.

خبریالان وايي، دغې قضیې د اسپانیا شاهي کورنۍ شرمولې کړې ده.

ورته مطالب