زرګونه کسان د ج سودان له بنيتو ښار نه تښتي

Image caption د دواړو ښکيلو غاړو ترمنځ جګړې کې تراوسه ۱۰۰۰ کسه وژل شوي دي

په جنوبي سودان کې د بي بي سي يو خبريال وايي زرګونه کسان د تيلو له بډای ښار بنتيو نه د حکومتي ځواکونو د يرغل له وېرې په تېښته دي.

ياغيانو دغه ښار څو اوونۍ وړاندې له حکومتي ځواکونو نيولی دی.

د بي بي سي خبريال الستر لېتهېډ وايي د جګړې له وېرې تښتېدونکو يو شمېر کډوالو د ملګرو ملتو په ځايي مرکزونو کې پناه اخيستې ده.

ضمنآ، د دواړ غاړو ترمنځ د اوربند خبرې د حکومت له لوري د کودتا په تور د ۱۱ کسانو د زنداني کېدو له امله ځنډېدلی دی.

د جنوبي سودان په جګړه کې تراوسه لږترلږه ۱۰۰۰ کسه وژل شوي دي.

نژدې ۲۰۰،۰۰۰ نور کسان د ډنکا او نيور قبيلو ترمنځ د توکميزو شخړو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

زیاتو بهرنيو هېوادونو له جنوبي سودان نه خپل اتباع وېستلي او د جنوبي سوډان ډېر خلک له پولو ګاونډيو هېوادونو ته اووښتي دي.

په دغه هېواد کې وروسته له هغه د ډسمبر په نيمايي کې جګړه ونښته چې ولسمشر سلوا کيير خپل پخوانی مرستيال رېيک مشار په کودتا کولو تورن کړ.

۱۱ زندانيان

ښاغلي مشار دغه تورونه رد کړي، او پرته له شرط نه يې د خپلو ۱۱ ملګرو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې د کودتا په تور نيول شوي دي.

د چارشنبې په ورځ ځايي منځګړي له ولسمشر سلوا کيير سره د خبرو وروسته له پلازمېنې جوبا نه په الوتکه کې تللې دي.

په هر حال منځګړي د نيول شويو کسانو په خوشي کېدو کې چې د دواړو غاړو ترمنځ د اوربند پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ بلل کېږي، پاتې راغلي دي.

ښاغلي کيير وړانديز کړی که خبرې اترې له ايتوپيا نه ابوجا ته ولېږدېږي شي نو زندانيان به په سيمه ييزو خبرو کې د ګډون لپاره خوشي کړي.

خو د مخالف مشر رېيک مشار پلويانو په سملاسي ډول دغه وړانديز رد کړی دی.

ورته مطالب