پاکستاني زلمي مدرسه د ځان په قربانۍ وژغورله

اعتزاز حسن
Image caption د خواله رسنیو اعتزاز وستایه او د هغه زړورتیا یې نه هېرېدونکې وبلله.

پاکستان د هغه پنځلس کلن زلمي یاد تل ساتلی شي، چې د تېرې دوشنبې په ورځ یې هنګو کې د خپلې مدرسې د ساتلو لپاره خپل ځان د مرګ خولې ته ورکړ.

اعتزاز حسن له خپلې مدرسې بهر له ملګرو سره و، چې ناڅاپي پرې یو ځانمرګی برید کوونکی ورغی، خو هغه یې مخه ډب کړه او نور ملګري یې له مرګه وژغورل، خو خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

د هغه د تره زوی مدثر حسن بنګښ بي بي سي ته وویل چې اعتزاز هڅه وکړه، چې تر نورو مخکې د ځانمرګي برید کوونکي مخه ونیسي، خو دا چې هغه ونه توانېد، ځانمرګی له چاودنې راوګرځي، خپل ځان یې د نورو لپاره قرباني کړ.

ډېر ژر د خواله رسنیو اعتزاز وستایه او د هغه زړورتیا یې نه هېرېدونکې وبلله.

داسې غوښتنې هم وشوې، چې اعتزاز ته باید د خپل ټاټوبي د ساتنې تر ټولو لوړ پوځي مډال ورکړل شي.

خبریال نسیم زهره پر خپلې یوټیوب پاڼې لیکلي، چې "موږ باور لرو چې د هېوادوالو په توګه باید شهید اعتزاز ته د شجاعت د پاکستان حکومت لوړ مډال ورکړي".

مخامخېدنه

پېښهد تېرې دوشنبې پر ورځ د پاکستان په شمال لوېديځ کې د زیاتره شیعه مېشتو په سیمه کې رامنځ ته شوه.

رسنیو وویل چې دا پېښه هغې مدرسې ته څېرمه وشوه، چې نژدې دوه زره طالبان د چاودنې پرمهال په کې موجود وو.

بنګښ د بي بي سي خبریال علیم مقبول ته وویل: "زما د تره زوی په مدرسه کې د سلګونو نورو طالب ملګرو د ژغورلو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړ".

دی زیاتوي: "ځانمرګي د مدرسې ویجاړول او د طالبانو شهیدانول غوښتل، خو زما د تره زوی د دغې ویجاړۍ او وژنو مخه ونیوه".

بنګښ دغه معلومات د مدرسې د عیني شاهدانو په حواله ورکړي، چې وايي د اعتزاز ملګرو هغه د ځانمرګي برید کوونکي مخنیوي ته وهڅاوه، خو داسې خوا او خاطر کې نه تېرېده، چې ګني څو شېبې وروسته به ژوندی نه وي.

Image caption ویل کېږي چې د چاودنې پرمهال د اعتزاز مدرسه کې نژدې ۲۰۰۰ طالبان وو.

بنګښ وايي: "اعتزاز ملګرو ته وویل: ورځم چې مخه یې ونیسم، هغه زما ملګري وژني". هغه غوښتل چې ځانمرګی برید کوونکی ونیسي که څه هم هغه یې ټینګ کړ، خو ځانوژونکي خپل ځان وچووه او زما د تره زوی یې وواژه".

د اعتزاز کورنۍ وايي، د دې پرځای چې د خپل زړه د ټوټې په باب ویر وکړي، د هغه پر کړنې ویاړي.

فرقه ییز تاوتریخوالی

بنګښ وايي، په سیمه کې خلک غواړي چې د ملالې یوسفزۍ پرتله، حکومت اعتزاز ته د شجاعت یو مډال ورکړي.

په امریکا کې د امریکا مخکنۍ سفیرې شیري رحمن ویلي: "شهید اعتزاز حسن د پاکستان لپاره یو ویاړ دی. لږترلږه باید مډال ورکړل شي. دا یو بل زلمی دی، چې د شجاعت ریکارډ یې وګاټه".

هنګو پاکستان کې د حکومت تر لږ کنټرول لاندې قبایلي سیمو ته څېرمه یوه سیمه ده، چې د طالبانو اورپکي او د القاعدې جنګیالي په کې موجود دي.

دغه سیمه د فرقه ییزو شخړو شاهده ده، چې تر ډېره په کې شیعه ګان په نښه کېږي.

ورته مطالب