ولسمشر اولاند د خپلې یارانې رپوټ وغانده

Image caption د ولسمشر رسمي ملگرې خبرياله واليري ټرېوېلر ده چې په اېلېسې ماڼۍ کې ورسره گډ ژوند کوي.

گونکوسي له څه وخته راروان و، خو اوس د "کلوسر" مجله وايي له ممثلې ژولي گايې سره د ولسمشر اولاند د يارانې شواهد لري.

مجله چې وايي عکسونه هم ورسره شته، ليکي چې ولسمشر ډېر ځله ايلېسې ماڼۍ ته څېرمه د هغې په اپارتمان کې شپې تېروي.

تصويرونه ښيي چې دوى دواړه جلا جلا راځي- ولسمشر فرانسوا اولاند د خونديتوب خولۍ پر سر پر موټر سايکل چې بل څوک يې چلوي.

په دا بل سهار يې د ولسمشر شخصي ساتونکى راځي او له ځانه سره کولچې راوړي.

ولسمشر په يوه وينا کې چې د دفتر پر ځاى په خپله د ده له خوا خپره شوې، ويلي چې خپل شخصي حريم ته دا ډول ننه وتل په کلکه غندي او د حقوقي اقدام په لټه کې دى.

خو له تور نه يې انکار نه دى کړى.

د ولسمشر رسمي ملگرې خبرياله واليري ټرېوېلر ده چې په اېلېسې ماڼۍ کې ورسره گډ ژوند کوي.

ورته مطالب