په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جنسي ځورونې د مخنیوي تومانچه

Image caption په پلازمېنه ډهلي کې افغانه خبریاله رجني پرکاش

د هندوستان په شمال کې یوې دولتي فابریکې ویلي د ښځو لپاره یې داسې یوه سپکه تومانچه ډیزاېن کړې چې د جنسي ځورونې پرمهال پرې له ځانه دفاع وکړي.

دغې فابریکې ویلي تومانچه تراوسه په هندوستان کې له ټولو جوړو شویو تومانچو نه وړه ده او هغې ښځې ته یې د درناوي په خاطر جوړه کړې چې په ۲۰۱۲ کال پرې جنسي تېری وشو او په ټول هندوستان کې یې د خلکو غصه وپاروله.

د دې تومانچې بیه به له ۲۰۰۰ ډالرو ښکته وي او دغه فابریکه وايي چې تراوسه ۲۰ ښځو ورته د تومانچې فرماېش ورکړی دی.

په هندوستان کې هر هغه څوک چې وسله ساتې باید له دولت نه لاسینس واخلي.

ابراهیم امیري په دې هکله په ډهلي کې له افغانې خبریالې رجني پرکاش سره غږیدلی او په پیل کې یې پوښتلې چې ښځې به دا تومانچه څنګه کاروي آیا د اړتیا په وخت کې د ډز کولو اجازه ولري؟