د اوکراين شخړو کې پخوانی وزیر ټپي شوی دی

Image caption د محکمې له پریکړې وروسته قهرجنو لاریون کوونکو د هغو بسونو د تلو مخه ونیوله چې پولیس یې لیږدول

د اوکراين په پلازمینه کیف کې د لاریون کوونکو او بلوا ضد پولیسو ترمنځ اخ و ډب کې زيات کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو پخوانی وزیر او مخکښ مخالف مشر یوري لتسینکوف هم په دې نښتو کې ټپي شوی دی.

په دغه هیواد کې تاوتریخوالي وروسته له هغه یو ځلې بیا زور واخست چې درې فعالان د ترهګرۍ د دسیسې په تور توقیف شول.

په اوکراين کې تازه تاوتریخوالی داسې مهال کیږي چې له اروپايي ټولنې سره له یو مهم تړون نه د انکار له امله دغلته لا له وړاندې لاریونونه دوام لري.

له اروپايي ټولنې سره د تړون پرځای د اوکراین ولسمشر وکتور یانکوویچ له روسیې سره تړون وکړ چې له مخې یې له دغه هیواده د د واردیدونکو ګازو بیه کمې شوې ده.

دغه راز مسکو له اوکراین سره د ۱۵ ميلیارده ډالرو په ارزښت د حکومتي بانکي سندونو د پیر له لارې مرسته وکړه.

د تیرې شپې نښتې په کیف کې د هغې محکمې د ودانۍ په مخکې شوي چې ګڼ شمیر لاریون کوونکي د ګیڼ اړخه سازمان د غړو د محکمې په اړه راغونډ شوي وو.

د محکمې له پریکړې وروسته قهرجنو لاریون کوونکو د هغو بسونو د تلو مخه ونیوله چې پولیس یې لیږدول.

وضعیت وروسته له هغه ترينګلی شو چې لاریون کوونکو د موټرو پر شیشو رنګ وشینده او موټر یې په ډبرو وویشتل.

ځايي خبري سرچینو داسې تصویرونه خپاره کړل چې لاریون کوونکي سخت وهل شوي دي.

د ډبول شویو کسانو په ډله کې ښاغلی لتسینکو هم شامل دی چې د رپوټونو له مخې په سر ټپي شوی دی.

لېنن مجسمه

د تیرې جمعې په ورځ درې سخت دریځي توکمپاله په دې تور چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د پخواني شوروي اتحاد د انقلابي مشر ولادیمیر لېنن د مجسمې د ورانولو پلان جوړ کړی و، په شپږ کاله بند محکوم کړل.

ګیڼ اړخو د اروپايي ټولنې په پلوۍ لاریونونو کې مخکښ رول لوبولی دی.

Image caption لاریونونه وروسته له هغه پراخ شول چې حکومت يوه فعاله تېتیانا چورنوول د کرسمس پر ورځ ووهله

په اوکراین کې اروپايي ټولنې ته د داسې یو لوري په سترګه کتل کیږي چې په دغه هیواد کې د روسي د نفوذ پر وړاندې یو ډول توازن رامنځته کوي.

په اوکراین کې د بي بي سي خبریال وايي وروستۍ نښتۍ د لاریون کوونکو او ولسمشر ینکوویچ ترمنځ د شخړې د دوام په مانا دي.

په ۲۰۰۴ کال کې له نارنجۍ انقلاب وروسته په دغه هیواد کې تر ټولو ستر لاریونونه کیږي.

لاریون کوونکو له هغه وروسته چې دوه میاشتې وړاندې اعتراضونه پیل شوي د کیف ښار په ازادۍ چوک کې خیمې وهلي دي.

د همدې اعتراضونو په دوام کې تاوتریخوالی وروسته له هغه رامنځته شو چې پولیسو د اوښکې بهوونکي ګاز په کارولو د ازادۍ څلورلارې د خالي کولو هڅه وکړه.

د تیرې ډسمبر میاشتې په وروستیو کې لاریونونه وروسته له هغه پراخ شول چې حکومت يوه فعاله او ژورنالسته تېتیانا چورنوول د کرسمس پر ورځ څو ځله ووهله.

نوموړې پر ینکوویچ له دې امله د فساد تور لګولی و، چې له کیف ښاره دباندې یې د رسمي اوسیدو لپاره ودانۍ جوړه کړې ده.

ینکوویچ په فساد کې لاس لرل رد کړي او پر چورنوول د برید په اړه یې د څیړنو امر وکړ.

ورته مطالب