م. م له ج سودان د زندانيانو خوشي کېدل غوښتي

Image caption د جګړې له وېرې زرګونه کسانو خپل کورونه پرېښي دي

د ملګرو ملتو امنيت شورا د جنوبي سودان له ولسمشر سلوا کيير نه په ټينګه غوښتي، چې دغلته د جګړې پای ته رسېدو سره د مرستې په موخه سياسي بندیان خوشي کړي.

د ياغيانو مشر رېيک مشار د سولې په تړاو يوې موافقې ته د رسېدو پر سر د خپلو ۱۱ پلويانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د ښاغلي مشار ځواکونه وروسته له هغه په شاتګ ته اړ شوي چې د جمعې په ورځ يې حکومتي ځواکونو ته د بنتيو ښار پرېښود.

حکومت وايي د بور ستراتيژيک ښار د بېرته نيولو لپاره يې زرګونه امنيتي ځواکونو چمتو کړي، چې تر اوسه د مخالف مشر د پلويانو په ولکه کې دی.

له دندې ګوښه کړای شوي مرستيال ولسمشر رېيک مشار پرېکړه کړې، د جانګلي ايالت مرکز چې له پلازمېنې جوبا نه کابو ۲۰۰ کيلومتره شمال ته پروت دی، د هر ډول ګواښ پر وړاندې ساتي.

د فرانسې له خبري اژانس سره پر ټيلیفون د خبرو پر مهال ښاغلي مشار ويلي، په واټونو کې د جګړې او د ملکيانو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه يې په تېلو بډای ښار بنتيو پرېښود.

د پوځ يوه وياند ویلي، په جګړه کې د دواړو لوريو پلويان وژل شوي دي.

د بنتيو د نیولو نه وړاندې زرګونه کسان له دغه ښاره وتښتېدل، او څو زره کسان د ملګرو ملتونو په مرکزونو کې مېشت شول.

د رېيک مشار د بندي ملاتړو په تړاو د ملګرو ملتو په اعلاميه کې هيله ښوول شوې، چې د دواړو غاړو د استازو ترمنځ خبرې يو ځلې بيا په ايتوپيا کې پيل شي.

خو ولسمشر سلوا کيير ټينګار کړی، چې زنداني شوي ۱۱ واړه به د قانون په رڼا کې محاکمه شي.

د ملګرو ملتو په اعلاميه کې د اوربند او د سولې د پراخو خبرو غوښتنه هم شوې ده.

ورته مطالب