م. م جګړه کې د ايسارو خلکو په اړه اندېښنه ښوولې

Image caption د تېرو دريو کلونو جګړو په پايله کې د سوريې ځينې سيمې په کنډواله بدلې شوې دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو چارواکو په سوريه کې د هغو کسانو په اړه ژوره اندېښنه په ډاګه کړې، چې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د جکړو له امله يې اړيکې له نورو سيمو سره پرې شوي.

والري اموس بي بي سي ته ويلي، د پلازمېنې دمشق په ګډون په يو شمېر سيمو کې يې د خوراکي توکو د کمښت په اړه راپورونه اورېدلي دي.

اغلې اموس چې په سوريه کې ده وايي، له حکومت سره يې خبرې کړي، چې دغو سيمو ته بشري مرستې ورسول شي.

والري اموس زياته کړې چې په هېواد کې وضعيت ورځ په ورځ مخ په خرابېدو دی او د کړاوونو په تړاو يې هيښوونکې کيسې اورېدلي دي.

په يوه سيمه کې د خوړو کمښت رامنځته کول جنګي جرم بلل کېږي.

د بي بي سي خبرياله لېزدوسېټ وايي په سوريه کې خواړه د جګړې وسله ګرځېدلې او هر لوری هڅه کوي په دې سره پوځي پرمختګ وکړي.

له هغه راهيسې چې د ۲۰۱۱ په مارچ کې پاڅون پيل شو، په سوريه کې له ۱۰۰زرو ډېر کسان د جګړې په پايله کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتو د بشري مرستو مشره دغه څرګندونې له هغه يوازې څو ورځې وړاندې کوي، چې ټاکل شوې په جنيوا کې د سوريې د جګړې د پای ته رسېدو په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د ۱۱ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران چې د سوري مخالفينو ملاتړ کوي په پاريس کې سره غونډ شوي، چې مخالفين د جنيوا په غونډه کې ګډون ته وهڅوي.

د سوريې ملي ايتلاف وايي، چې ولسمشر بشار الاسد خبرو ته هېڅ لېواله نه دی.

ورته مطالب