د هند حکومت: امریکا او هند ترمنځ هیڅ لانجه نشته

Image caption هندۍ دیپلوماتې دیویاني کهوبراکړې وویل له امریکا نه په ایستلو هیڅ تبصره نه لري.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید هغه خبره رد کړه چې ګواکې د امریکا او هندوستان ترمینځ د هندۍ دیپلوماتې د نیونې له امله لانجه رامینځ ته شوې ده.

ښاغلي خورشید په پلازمېنه ډهلي کې خبریالانو ته وویل د هند او امریکا ترمینځ هیڅ لانجه نشته.

خو رپوټونه وايي د هندوستان او امریکا ترمنځ لانجه هغه مهال وټوکېده چې په نیویارک کې هندۍ دیپلوماته دیویاني کهوبراګړې په ویزې کې د درغلۍ او خپلې خدمتګارې ته د لږې تخواه د ورکړې له امله ونیول شوه.

ښاغلي خورشید وویل که د امریکا او هند ترمنځ کومه لانجه وي نو دواړه خواوې به یې په ګډه هواره کړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې یوه وروځ وروسته له هغه وکړې چې هندۍ ديپلوماته دیویاني کهوبراګړې بیرته هندوستان ته ستنه شوه.

هغه ته یې پلار اوتمان هرکلی ووایه چې بیا وروسته دواړو ته د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر هرکلی ووایه.

په داسې حال کې چې خبریالان یې چار چاپیره راټولو وو آغلې کهوبراکړې وویل "زه هیڅ تبصره نه لرم، زما حکومت او وکیل به زما په استازیتوب خبرې وکړي."

امریکا وروسته له هغه له آغلې کهوبراکړې نه وغوښتل چې د امریکا له خاورې ووځي چې د هند او واشنګټن ترمنځ دیپلوماتیک اختلاف ژور شو.

دغه راز امریکا وايي د هندوستان په غوښتنه به یو امریکايي دیپلومات په ډهلي کې د امریکا سفارت پرېږدي.

د دغه امریکايي دیپلومات نوم نه دی په ډاګه شوی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله ویل د دې لپاره دوی خپل دلایل لري چې امریکا ته یې په اړه ویلي دي.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید زیاته کړه چې موږ له امریکا سره په تماس کې یو او هر هغه کار به وکړو چې اړتیا یې وي.

ورته مطالب