شیخ حسینې د صدراعظمې په توګه بیا لُوړه وکړه

Image caption د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینې د لُوړې په مراسمو کې ویل چې د دیموکراسۍ لپاره به کار وکړي.

شیخ حسینې په پرله پسې دوهم ځل د بنګله دېش د صدراعظمې په توګه لوُړه وکړه.

نوموړې په داسې حال کې وروستي انتخابات وګټل چې لوی مخالف ګوند له ټاکنو سره پریکون وکړ او ټاکنې له تاوتریخوالي سره ملې وې.

که څه هم د شیخ حسینې ګوند ډېرې رایې خپلې کړې د ځینو څوکیو لپاره ټاکنې ونه شوې ځکه چې مخالف ګوند غوښتنه کوله چې د ټاکنو د څارنې لپاره دې یوه موقته اداره جوړه شي.

هغه غوښتنه چې شیخ حسینې رد کړې وه.

خو نن (د جنورۍ ۱۲مه) د شیخ حسینې نوې کابینې په پلازمېنه ډاکه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پر تلویزون هم ښودل کېدل لُوړه وکړه.

په همدې حال کې نړیوالې ټولنې په بنګله دېش کې د ناآرامیو له وېرې د انتخاباتو د بیا ترسره کولو غوښتنه کړې.

په بنګله دېش کې د ټاکنو په ورځ لږ ترلږه ۱۸ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ ډېر د رایې اچونې مرکزونه وسوځول شول.

آغلې حسینې چې له ۱۹۹۶ څخه یې تر ۲۰۰۱ میلادي کال پورې هم د بنګله دېش مشري کړې له لُوړې وروسته وویل د دیموکراسۍ لپاره به کار وکړي.

په همدې حال کې مخالفینو خپلو مظاهرو ته د دوام ورکولو ویلي او له خپلو پلویانو یې غوښتنه کړې چې پر حکومت د فشار اچولو لپاره سړکونه وتړلي او د اورګاډو مخه ونیسی.

د بنګله دېش ملت پاله ګوند بي این پي چې مشري یې خالده ضیا کوي د ټاکنو پرمهال ۴۸ ساعته اعتصاب وکړ او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې په ټاکنو کې برخه وانخلي.

آغلې ضیا د شیخ حسیني او کابینې د ۲۹ وزیرانو د لُوړې په مراسمو کې چې مشري یې ولسمشر عبدالحمید کوله برخه وانخسته.

ورته مطالب