هند:له دریو کلونو راهیسې ګوزڼ ناروغ نه دی ثبت شوی

Image caption هند کې له تېرو دریو کلونو راهیسې د ګوزڼ ناروغي په باب رپوټ نه دی ورکړل شوی.

هند کې د ګوزن ( پولیو ) وروستي ناروغ په باب درې کاله مخکې رپوټونه ورکړل شوي وو، خو له هغه راهیسې دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ شتوالی نه دی ثابت شوی.

د روغتیا برخه کې دې ته د هند د سترې بریا په نظر کتل کېږي.

هند کې دغه بریا د ګوزڼ ضد واکسین پرله پسې کمپاین پایله کې تر لاسه شوې ده.

دغه هېواد کې د ۲۰۰۹ کال اوږدو کې د ګوزڼ ۷۴۱ ناروغان ثبت شوي وو، خو ۲۰۱۱ کال کې دغه شمېر یوازې یوه کس ته راټیټ شو.

تېر کال د روغتیا نړیوال سازمان د هندوستان نوم د هغو هېوادونو له کتاره وایست، چې ګوزڼ ناروغي په کې شته.

افغانستان، پاکستان او نایجریا اوس هم هغه هېوادونه بلل کېږي، چې دغه ناروغي پکې مجوده ده.

دغه درې هېوادونه داسې دي، چې د ګوزڼ ویروس پکې له یوه نه بل ته خپریږي او تر اوسه پورې د دغې ناروغۍ مخه نه ده نیوله شوې.

رپوټونو کې ویل شوي، چې هند به د دوشنبې په ورځ له دغه هېواد کې د ګوزڼ پاک هېواد اعلان شي، خو د فبرورۍ په ۱۱ به د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) له لوري له تایید وروسته دغه اعلان رسمي بڼه ومومي.

په نړیواله کچه د ګوزڼ پای ته رسولو کمپاین له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي' هند به د جنورۍ په ۱۳ د ګوزڼ له منځه وړلو لړ کې یو مهم اعلان وکړي.'

هند یوه مهال له هغو هېوادونو نه یو بلل کېده، چې د ګوزڼ له منځه وړل په کې خورا ګران کار بلل کېده، خو اوس له دریو کلونو راهیسې دغه هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ په باب کوم نوی رپوټ نه دی ورکړل شوی.

هند ۱۹۷۰ کال کې وتوانېد چیچک ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي له هغه راهیسې ګوزڼ بله هغه ناروغي ده، چې دغه هېواد کې د واکسین په وسیله له منځه ځي.

ورته مطالب