چینايۍ ډاکټره د ماشومانو د تښتونې په جرم اعدامېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption یوې محکمې ویلي، چې ډاکټرې ژانګ شوشیا د شانشي ولایت په فوبینګ کې یې اوه ماشومان تښتولي او خرڅ کړي دي.

د ښځینه ناروغیو یوې چینايۍ ډاکټرې ته د نويو زیږېدلو ماشومانو د غلا کولو په جرم د مرګ سزا ورکړل شوې ده. چین وايي تورنې ډاکټرې غلا کړي ماشومان پر قاچاق وړونکو پلورلي دي دي.

د پرېکړې له مخې ټاکل شوې، چې هغه به دوه کاله وروسته اعدام شي.

د ژانګ شوشیا په نامه د زېږنتون دغې ډاکټرې اووه کوچنیان پر قاچاقوړونکو پلورلي وو او د هغوی مور و پلار ته یې ویلي وو، چې ماشومان یې له ارثي ستونزو سره زېږېدلي وو.

نوموړې وروسته له هغې ونیول شوه، چې یوې مور پولیسو ته وویل، چې د دې په ګومان کوچنی یې تښتول شوی دی.

یاد شوي شپږ کوچنیان په خوندي ډول موندل شوي، خو یو مړ شوی دی.

یوې محکمې ویلي، چې ډاکټرې ژانګ شوشیا د شانشي ولایت په فوبینګ کې یې اوه ماشومان تښتولي او خرڅ کړي دي.

محکمه زیاتوي، هغې د تښتول شویو ماشومانو میندو او پلرونو ته ویلي، چې ګني ماشومانو یې شدیدې ناروغۍ لرلې، او له خپلو ماشومانو باید تېر شوي وای.

ژانګ ته د دوو کلونو ځنډ سره د مرګ سزا ورکړل شوې ده.

په چین کې د اعدام معلقه یا (ځنډول شوې) سزا معمولاً د ټول عمر بندي کېدو سره برابره ده.

ژانګ ، د ۲۰۱۱ نومبر او د ۲۰۱۳ جولای ترمنځ موده کې اوه ماشومان پر قاچاقبرانو پلورلي، چې دوه په کې غبرګوني هم دي.

د محکمې دغه حکم د چین د خلکو منځنۍ وینان محکمې له خوا اعلان شوی دی.

ژانګ د شانشي روغتون د ماشومانو برخې کې کار کاوه.

محکمې پخپله پرېکړه کې ویلي چې "ژانګ د یوې ډاکټرې په جامه کې ځان معرفي کړی چې د ماشومانو په اړه جعلي رپوټونه جوړ کړي، دې ویل چې ګني نوي زیږېدلي ماشومان له ارثي ستونزو سره پیدا شوي چې درملنه یې ګرانه ده".

د انځور حقوق AFP
Image caption چين چې د نفوسو شمېر يې تر یو ميليارد لا پخوا اووښتی هڅه کوي د نفوسو ډېروالی کنټرول کړي.

"هغې اوه نوي زیږېدلي ماشومان تښتولي او خرڅ کړي دي".

محکمې ویلي، لا روښانه نه ده، چې ژانګ به د استیناف غوښتنه وکړي او که نه.

ژانګ او اوه نور شکمن د تېر جولای میاشتې د وروستیو تښتونې تر تازه پېښو وروسته ونیول شول.

د تښتول شویو ماشومانو پلرونو دا قضیه پولیسو ته حواله کړې ده، چې ګني ماشومان یې قاچاقبرانو وړي دي.

یو ماشوم په تېر اګست کې موندل شوی او خپل مور او پلار ته ورکړل شوی دی.

که څه هم چین هڅه کوي، چې د نسل پر زیاتېدو محدودیت ولګوي، د قانون له مخې مېړه او مېرمن یوازې یو ماشوم لرلی شي.

د چين حکومت په هغه تګلاره کې نرمښت راوستی چې بايد يوه جوړه يو ماشوم ولري. د چين حکومت وايي اوس مور او پلار کولای شي چې دويم ماشوم هم وزېږوي.

ورته مطالب